المان راتلونکې اونۍ بیا د رد شويو افغان کډوالو د راستنولو لړۍ پیلوي

د المان رسنۍ وايي، راتلونکې اونۍ یو ځل بیا د رد شویو افغان کډوالو د رالېږلو لړۍ پیلېږي.

د المان هېواد افغانستان ته د رد شویو کډوالو لړۍ وروسته له هغه ودروله کله چې د روانې میاشتې په لومړیو کې پلازمېنه کابل کې درنې چاودنې ترسره شوې.

د شپیګل مجلې په خبره، د رد شویو کډوالو لومړۍ الوتکه به راتلونکې چهارشنبه له لیپزیګ نه کابل ته پرواز وکړي. تر دې دمه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
sayed hussain balkhiوړمه ورځ افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو وزير عالمي بلخي وويل، افغانستان کې امنيتي حالات خراب او د دې قابل نه دي چې په دي سختو حالاتو کې افغان کډوال په زور خپلو کورونو ته ستانه کړل شي. د هغه په وينا هغه هېوادونه چې افغانانوته یې پناه ورکړې، بايد د افغانستان حالات په نظر کې ولري او بيا د افغان کډوالو په اړه پرېکړه وکړي.

المان هغه هېواد دى چې يو شمېر افغانان یې په څو جوپو کې هېواد ته راستانه کړل، خو په کابل کې د تېرو اونیو مرګونو پېښو له امله المان پرېکړه وکړه چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته ستانه نه کړي.

Image result for German deportations to Afghanistan

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي دي، په نړیواله کچه د کډوالو او بې ځایه شویو خلکو په کچه کې ډېروالی راغلی، چې شمېر یې ۶۵.۵ میلیونو ته رسېږي.‌ د ۲۰۱۵ کال پرتله په کې ۳۰۰ زره ډېروالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button