سرښیندونکي!

عبدالرحمن معصومي
که په غور فکر وشي جوتیږي چې د تاریخ په اوږدو کې انسان تل د خپلو لوړو اهدافو او معنوي ارزښتونو د تر لاسه کولو او یا ژغورلو لپاره هر رنګه سرښیندنې ته تیار شوی. هر فرد، هره ټولنه، هر هېواد هغه که تر مذهب، هرې عقیدې، هر ټبر، هرې ژبې او هرې جغرافیې پورې تړاو لري خپلې ځانګړې مادي ګټې، معنوي ارزښتونه او اهداف لري. د همدې ارزښتونو او اهدافو د ساتلو او ژغورلو لپاره تر خپل سر تېریږي، او د انساني ژوند په تاریخ کې هیڅ سلیم او منصف عقل له خپلو اهدافو نه قربانېدلو ته بد نه دي ویلي او نه ورته وایي، بلکه ستایلي یې دی.
هر ټبر، هره ټولنه، هر هېواد په خپلو سرښیندنو ویاړي!!
د خپلواکۍ او آزادۍ په لاره کې د خپلو پلرونو او نیکونو سرښیندنې د ځان لپاره د لارې مشال او ویاړ ګڼی او خپلې سرښندنې د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې د مشال او ویاړ په توګه پرېږدي.
ځکه خو نن مونږ په خپل افغاني تاریخ کې په میرویس نیکه او احمد شاه ابدالي ویاړو، په محمود غزنوي ویاړو، د میوند په ملاله او د کابل په ناهیدې ویاړو، د انګریزانو په مقابل کې د خپل ولس په وینو تویولو ویاړو، د روسانو په مقابل کې په خپلو شهیدانو ویاړو!!
او اوس د امریکایانو په مقابل کې په خپلو قربانیو په ځانګړې ډول په خپلو اتلو سرښندونکو ویاړو!
لکه څنګه چې نن مونږ د انګریزانو او روسانو د یرغل په مقابل کې د خپلو پلرونو او نیکونو په سرښندنو او قربانیو ویاړو، سبا به زمونږ راتلونکي نسلونه د اوسني امریکایي یرغل په مقابل کې زمونږ په سرښندنو او قربانیو ویاړي!
په دې ټول پوهیږي چې د یو ولس د بچیانو وینې د نوموړي ولس د تاریخي ویاړونو یوه تل پاتې برخه وي، تاریخي او ملي اتلان د خپلو ولسونو د بچیانو د وینو له برکته تاریخي او ملي اتلان شوي دي، که د ولس بچیان وینې تویي نه کړي، سرونه قربان نه کړي، هېڅکله به یو ولس او قوم نه تاریخي اتلان ولري او نه به د نومیالیو او وتلو ملي ویاړونو جوګه شي.
په حقیقت کې د یو قوم او ولس د بچیانو له وینو څخه چې د خپلو دیني او ملي ارزښتونو لپاره یې تویوي، تاریخي او ملي ویاړونه او منارونه جوړیږي، همدا وینې د ملي او تاریخي ویاړونو په بڼه تر پېړیو پېړیو د یو قوم او ولس د دیني او ملي تشخص اثبات تضمینوي.
دا خو په عام ډول د ټولو انسانانو په اړه او کوم چې مسلمانان دي هغوی خپل ځانونه د الله جل جلاله د رضا لپاره چې تر ټولې دنیا غوره، لوړه او سپېڅلې ده قربانوي او له فرصت نه په استفادې سره د ابدي ژوند لپاره دا دوه ورځې ژوند د الله جل جلاله په لاره کې قربانوي..!!
د یو سپېڅلي او آزاد افغانستان په هیله!



