لښکرګاه: موټربم برید کې لسګونه کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱)

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کابل بانګ د ولايتي څانګې په دروازه کې چاودنه شوې، چې له امله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمرځواک پېښه تائيدوي او وايي شاوخوا يوولس بجې د کابل بانک په دروزاه کې د موټربم درنه چاودنه شوې ده، خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

نوموړی وايي، د چاودنې هدف کابل بانک ته راغلي پوليس او مامورين ول چې د تنخوا اخيستلو لپاره راغلي وو.

د پېښې له ځای څخه يو شمير کسانو افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې تر اوسه د ديرش کسانو جسدونه وړل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، چاودنه داسې مهال شوې، چې تر دوه سوه پورې کسان د کابل بانک د دروازې مخته ناست وو.

ځينې راپورونه وايي، له چاودنې وروسته يو شمير بريد کوونکي د کابل بانک ودانۍ ته ننوتي او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

دا چې د اختر ورځې رانږدې دي، نو ډيری دولتي مامورين او پوليس د خپلو معاشونو د اخيستلو لپاره بانکونو ته ورځي.

تر دې مخکې هم په کابل بانک باندې ورته بریدونه شوي، چې له امله يې لسګونه کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د دې بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button