فرانسه کې هم مهاله بريدونو۱۵۰ تنه وژلي

(کابل ټکی کام  : هفته ( ١٣٩٤ لړم ٢۳/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۴)

تېره ورځ ناوخته د فرانسې پلازمېنې پاريس ښار کې غبرګې چاودنې او ډزې شوي چې شاوخوا ۱۵۰ تنه يي وژلي او ګڼ شمېريي ژوبل کړي دي .

ويل کيږي چې د تېرې ورځې بريدونه د پاريس په ښار مختلفو برخو کې ترسره شوي، سمدستي د فرانسي جمهور رئیس فرانسوا هولاند په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړی او پولیسو ته يي امر کړی چې ټولې سرحدي لارې وتړي .

151113233425_sp_paris_hollande_640x360_afp
د فرانسي جمهور رئیس فرانسوا هولاند

د فرانس پریس هبري آژانس د پاریس پولیسو له قوله ويلي دي چې لومړۍ چاودنه د یوه امريکايي سندرغاړي کنسرټ په مهال یو لوي هال کې وشوه چې ۱۰۰ تنه يي ووژل او یو شمېر يي ټپیان کړل .

په کنسرټ کې شاوخوا زرو تنو نندارچیانو ګډون درلود .

سره له دې چې د خفیفه وسلو د ډزو په اورېدلو سره یو شمېر خلک له هال څخه تښتېدلي دي بیا هم ګڼ شمېر پېښې مړه او ټپیان شول .

دغه رستورانت چې تېره ورځ کنسرټ پکې روان وه او بريدونه پرې وشول، د شارلي ابدو د مجلې دفترونه هم په دغه راستورانت کې دي .

چې د روان ۲۰۱۵ ميلادي کال په لومړیوکې د القاعدې پورې تړلي دوه وروڼو د چارلي ابدو په نامه د هغې مجلې په دفتر بريد کړی و چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) په اړه يې توهين کوونکې کارتونو خپاره کړي و جې له امله يې ددغې مجلې د کارکوونکو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي وه .

او دغه راز د فرانسې پلازمېنه پاریس کې هم چاودنې شوي چې له امله يې ۵۰ تنه فرانسويان وژل شوي او ګڼ شمېر يي ټپیان شوي دي.

او یوبله چاودنه بیګاه ناوخته د لوبو یوه سټيډيم سره نزدې وشوې، چې په کې د فرانسې او جرمني تر منځ پکې د فوټبال لوبه روانه وه .

په دغه لوبه کې په زرګونو سیلانیانو ننداره کوله، د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاندهم شتون درلود خو نوموړي ته په کې کوم زیان نه ده رسېدلی .

Supporters invade the pitch of the Stade de France stadium at the end of the international friendly soccer match between France and Germany in Saint Denis, outside Paris, Friday, Nov. 13, 2015. Hundreds of people spilled onto the field of the Stade de France stadium after explosions were heard nearby. French President Francois Hollande says he is closing the country's borders and declaring a state of emergency after several dozen people were killed in a series of unprecedented terrorist attacks. (AP Photo/Christophe Ena)
د لوبو دغه سټيډيم سره نزدې دوې غبرګې چاودنې وشوې

دغه پېښه د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د یوې اعلامیې په خپرولو سره وغندله او د فارنسې خلکو سره يي خواخوږي اعلان کړه، او پاریس کې خپلو د سفارت کارکونکو باندې غږ وګړ چې، له سفارت نه بلې خواته ونه وزي .

بلې خواد ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانکي مون په پاریس کې بریدونه غندلي دي.

د یادونې وړه ده چې تر دې دمه هیڅ کومې ډلې د تېرې ورځې بريدونه په غاړه نه دي اخیستي .

سليم بریال

151113233258_sp_paris_maca_640x360_reuters

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button