بغداد په مسجدکې ځان وژونکې حملې په لسهاوتنه وژلي دي

(کابل ټکی کام  : جمعه ( ١٣٩٤ لړم ٢۲/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۳)

عراق پلازمېنه بغداد کې د شعیه مذهبو په مسجد کې یوه ځان وژونکې حمله شوې، چې شعیه مذهبه عراقي مليشوپه یوه مسجد کې د خپلو مراسمو په اداء کولو بخت وه، چې درنه مرګ او ژوبله يي واړوله .

د رويټر خبري آژانس د خبر په استناد  په دغه سر تېري بريد کې ۱۸ تنه وژل شوي، خو فرانس پریس خبري اژانس بیا دغه د وژل شويو شمېره ۱۲ ښيي .

د مختلفو راپورونوله مخې پېښه کې ۳۰ نه تر ۴۰ پورې ژوبل شوي دي .

دغه د سرتېري بريد پېښه «محله العامل» کې  هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د عاشرالمبشرين مسجد کې د ‘حشد شعبی’ یا د شعیه ملیشو د یوه غړي د جذب مراسمو  ترسره کېدل .

د دغه بريد مسؤلیت تردې دمه چا په غاړه نه ده منلی، خو دغې ته ورته بريدونه د دولة الاسلامي یا داعش نومي ډله ترسره کوي، چې په دغه وروستيو کې ددوي د بريدونو پېښې په پلازمينه بغداد کې زیاتې شوي دي .

حشد شعبي له هغو شعیه و څخه جوړيدونکې ډله ده، غواړي چې داعش وځپي او دوي يي ځای ناستي شي .

بدرالدین ځواک

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button