ایران وايي داسې اسناد به خپاره کړي چې ښيي امریکا له داعش څخه ملاتړ کوي

د ایران سپاه پاسداران د مشر سلاکار ويلي، دوی هغه اسناد او شواهد په لاس لري، چې امریکا د داعش له ډلې په مستقیم ډول ملاتړ کوي.

د راپورونو په بنسټ د ایران سپاه پاسدران د مشر سلاکار حمید رضا له رشیا ټوډې یا (RT) سره په مرکه کې ویلي دي، دوي داسې کره شواهد او اسناد په لاس کې لري چې ښيي امریکا په مستقیم ډل د داعش یا اسلامي دولت ډلې څخه ملاتړ کوي.

نوموړي وايي زه باید ووایم چې دغه اسناد او شواهد د کوم قرارداد په متن کې نه دي، خو شواهد ښيي چې په عمل کې څه شوي دي؟ دا داسې اسناد او شواهد دي، چې له امریکایانو څخه په اتفاقي ډول پېښ شوي دي او انکار ورڅخه نشي کېدلی.

د سپاه پاسداران دغه استازی زیاتوي چې د امریکا متحده ایالاتو مرستې له داعش سره د وسلو ورکولو، لوژیستیکي او روغتیايي برخو کې شوي دي.

نوموړی وايي: د داعش پروژه د امریکې خپله زیږنده ده .

د رضا په وینا، پرته له دې چې دا یو څرګند حقیقت دی امریکایانو د داعش پروژه رامنځ ته کړې او اوس دوی هڅه کوي چې داحقیقت پټ کړي، امریکایان ادعا کوي چې، د داعش رامنځ ته کول یوه لویه تېر وتنه وه خو بیا هم دوي نه غواړي چې دغه ډله دی له منځه ولاړه شي، او د هغوی مبارزه له داعش سره محض درواغ ده.

د یادونې وړ ده چې د ایران د پوځ مشر مرستیال مصطفی ایزدی د جون په ۱۱ ویلي و چې، دوي د له داعش سره د امریکا مستقیم ملاتړ شواهد اواسناد په لاس کې لري او خپاره به يې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button