کندز ښار کې قتلونه، غلاوې او جرمونه زيات شوي

راپورتاژ: الماس خدرخېل-

د کندوز د ولايتي شورا يو شمير غړي او د دغه ښار اوسېدونکي وايي، په ښار کې نا امني، جنايي جرمونه، قتلونه غلاوې او اختطافونه د هرې ورځې په تيريدلو سره زياتيږي او حکومت يې د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلی دی.

د کندوز د ښاريانو په وينا يواځې په تېره يوه اوونۍ کې د نامعلومه وسله والو له لوري ۷ کسان وژل شوي، چې امنيتي ادارې نه دي توانيدلي چې مجرمين پيدا کړي.

13238996_642325452587373_1911664025313725775_n
کندز کې غیر مسؤله وسله والو يو تن وژلی

دوی زياتوي، په داخل د ښار کې د قتلونو، غلاوو، هدفي وژنو اندېښمن کړي او هيڅوک د امنيت احساس نه کوي.

د ښار يوه اوسېدونکي نورالله کابل ټکی کام ته وويل، چې په کندز ښار کې داسې وسله وال کسان پيدا شوي چې يواځې په يوه اوونۍ کې ۱۲ کسان وژل شوي چې دغې چارې ښاريان اندېښمن کړي او د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

په عين حال کې د ولايتي شورا غړی هم مني چې قتلونه او نا امني ډيره شوې او په وينا يې چې ولايتي اداره يې بايد مخه ونيسي کنه دا لړۍ به خطرناکې پايلې ولري.

يوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، چې زياتره خپل سري وسله وال د لوړ پوړو چارواکو وکيلانو او قومندانانو له خوا تمويليږي، نوموړی زياتوي دغه غير مسؤله وسله وال له خلکو باج اخلي او خلک نه شي کولی په ډاډه زړه ښار کې خپل کاروبار ته ادامه ورکړي.

په دغه ښار کې يو تن هټيوال وايي، زمونږ په کلي کې وسله وال طالبان هلته دومره امنيت دی يواځې دا نه چې خلک قتل، غلا او نور جرمونه نه شي کولی بلکې طالبان يې په خپل سر د وسلو ګرځولو ته هم اجازه نه ورکوي.

arbakiaan
کندز غير مسؤله وسله وال په وژنو غلاوو اختطافونو کې لاس لري

نوموړی وايي، ښار ته د داخلېدو په وخت کې له خپل سرو وسله والو ویريږي او ماښام چې کلي ته ستنيږي نو ډاډمن وي.

په ورته وخت کې د کندز امنيه قومندان جنرال عبدالحميد حميدي هم دا مني چې جرمونه او قتلونه کېږي، خو نوموړی وايي چې دوی په نورو ولسواليو کې پر عملياتو بوخت دي، ځکه دغه جرمونه زيات شوي دي.

هغه وايي، د يادو پېښو عاملين يې پېژندلي او تر پلټنو وروسته به ونيول شي.

تر دې مخکې هم په کندز ښار او يو شمير نورو ولسواليو کې د غير مسؤله وسله والو د فعالیت او د دوی له لوري د ولسي خلکو د زورونې، وژنې او تښتونې راپورونه ورکول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button