ملګري ملتونه: د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا په لور روان دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادي ماچي یماماتو، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لخوا د یو رپوټ د وړاندې کولو پرمهال وویل، یوازې د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د مې میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې یې ۶۲۵۲ امنیتي پیښې ثبت کړې دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله څو سلنه ډیروالی ښيي.

نوموړي په خپله وینا کې څرګنده کړه چې د افغانستان حالات د یو خونړي راتلونکې نښانې دي چې په وینا یې ورځ تر بلې حالات د ښه کېدو پر ځای دخرابۍ په لور روان دي.
د نوموړي په وینا د افغانستان په ختیځ او سویلي سیمو کې د تېر کال په پرتله ۲۲% سلنه وضعیت زیات خراب شوی دی.
بلخوا پنټاګون ویلي دي چې د افغانستان د حکومت واکمني ورځ تر بلې محدودیږي د دې وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې «افغان حکومت پر کابل، د نفوس پر لویو مرکزونو، ډیرو ترانزیتي لارو، ولایتي مرکزونو او د ولسوالۍ پر اکثریت مرکزونو باندې کنترول لري.»
امریکایی چارواکي خبرداری ورکوي چې راتلونکو میاشتو کې به د دولت ترکنترول لاندې ډیرې ولسوالۍ او ځینې ولایات هم سقوط وکړي.
خو د افغانستان دولت داټول هرڅه ردوي د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایی : چې د افغانستان حکومت په ۹۵%سلنه برخه کامل حاکمیت لري او دا راپورونه په ټولییز ډول ردوي.
دا پداسې حال کې ده چې امریکا او ملګري یې د افغانستان لپاره په یوه نوې ستراتیژي کار کوي ترڅو طالبانو پر وړاندې د یوې قوي ستراتیژي له آدرسه د دې ډلې د لا پرمختګونو مخه ونیسي.
– فرید افغان



