امریکایی وکیلان: د ټرمپ اداره افغان جګړه یواځې د خبرو له لارې ختمولی شي

د امریکا د کانګرس یو شمیر وکیلانو افغانستان ته د نورو امریکایي قواو له استولو سره مخالفت کړی دی.
دې وکیلانو د امریکا له واکمنې ادارې غوښتي چې د افغانستان جګړه له سیاسي لارې حل کړي.
د امریکا د کانګرس د یموکرات ګوند یادو څلورو تنو وکیلانو (روبن ګالګو، تد لیو، جان کانرز او جیمي پنیتا ) د دې هیواد د دفاع وزیر جمیز متیس ته په استولي لیک کې ویلي، چې افغانستان کې دې خپل مالي او ځاني زیان بیځایه نه ګالي ځکه دا جګړه له ګټلو څخه وتلې ده.
دوی د دې هیواد په ممکنه ستراتیژي (دامریکایی عسکرو لیږلو) باندې توندې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به سخت بد عواقب ولري.
د دیموکراتو وکیلانو یادې ډلې په خپل لیک کې ویلي دي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کې د افغانستان اوضاع کیدای شي خرابه شي. په دې خاطر باید د امریکا متحده ایالات د افغانستان جګړه له سیاسي لارې حل کړي.
د دوی په باور په افغانستان کې ”د مذاکراتو له لارې سیاسي حل لاره د کړکیچ د پای ته رسیدو لپاره تر ټولو ښه انتخاب“ دی.
دوی وایی د امریکا متناقضه رهبری باید درک کړي چې د امریکا خلک د سیاسي مجادلو غوښتونکي نه دي.
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره افغانستان ته د نورو قواو د استولو په ارزونه بوخته ده.
څو اونۍ وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې امریکا غواړي دې هیواد ته ۸۰۰۰ تازه دمي سرتیري واستوي خو له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته امریکایی چارواکو دا پریکړه بیرته واخیسته.
امریکا هڅه کوي یوځل بیا د هیوادونو د ایتلاف په شکل په افغانستان کې تهاجمي حملو ته زور ورکړي؛ خو د مخ په ځوړ اقتصادي رکود اود کانګرس لخوا سختو نیوکو یې دا چاره ځنډولې ده.
فرید افغان



