د کوچني اختر ورځ الله ﷻ ته د شکر او حمد وثنا کولو ورځ ده!

عبدالرحمن ذکي

د شوال د مياشتي اوله ورځ د کوچني اختر ورځ وي. دا د ټول عالم اسلام لپاره يوه ګډه د خوشحالي لمانځلو ورځ ده، مسلمانان د روژې د مياشتي په تيريدلو سره عبادات تقوا، عجز او د نعمتونو د شکرانې لپاره د اختر د لمونځ په ادا کولو سره لمانځي او دغه رنګه د نفس په پاکوالي سره او د خوشحالي جوړولو لپاره د کوچني اختر ورځ په ډير احترام او له اسلامي مراسمو سره سم تيروي.

زمونږ خوږ نبي حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه و آله و سلم د اختر د  ورځي فضیلت په اړه فرمايلي.

”اذا کان اول یوم من شوال نادی مناد: ایھا المؤمنون اغدو الی جوائزکم، ثم قال یا جابر! جوائز اللہ لیست کجوائز ھؤلاء الملوک، ثم قال ھو یوم الجوائز“.

يعني چې کله د کوچني اختر اوله ورځ وي، د اسمان والا غږ کوي: اي مومنانو! د خپلو تحفو اخيستلو په طرف ولاړ سي او بيا يې و فرمايل اي جابره! د اللهﷻ تحفې يا ورکړه د دنيا د بادشاهانو او اميرانو په څير نه ده، بلکه د کوچني اختر اوله ورځ د الهي نعمتونو يا تحفو د ويشلو ورځ ده.

او بيا يي وفرمايل د اسمانونو والا به دا غږ وکړي اي بندہ داللهﷻ تا ته دي مبارک سي ستا د تير کال ټول ګناهونه معاف شول اوس ته ده راتلونکي ورځي په هکله فکر وکړه چه ګناه در څخه ونه سي.

امام انس بن مالک مومن ته د اختر مبارکي زيري په ډير ښکلي توګه فرمايي چه د مومن لپاره ځانګړي پنځه اختره دي .

اول چې په کمه ورځ له ګناهونو ځان وژغوري.

دوهم  چه په کمه ورځ له نړي څخه سالم ايمان يوسي.

دريم د پل صراط په لاره په سلامتي او کاميابي سره تير سي.

څلورم له دوزخ څخه د خلاصون او ده جنت زيري ور کړ سي.

پنځم د باري تعاليﷻ رضا ور په برخه سي او د اللهﷻ په ليدلو سره يي سترګي مَړې سي.

د کوچني اختر ورځ اللهﷻ د نعمتونو لپاره د شکر کولو ورځ ده، ده کوچني اختر ورځ د روزي د قبوليت د دوزخ څخه د خلاصون او د مبارکي ورځ ده.

خو رښتيا دا ده چه د هغه غافل يا بدبخته کس لپاره د اختر په خوشحاليو کښي کومه برخه ده چه د اللهﷻ نعمتونه پر ده اوريږي د عذاب څخه د خلاصون او د بخښني لپاره له دده سخه غوښتنه کيږي، مګر دي بيا هم هيڅ توجه نه کوي دي ده دنيا په فکرونو او نفساني خواهشاتو کښي ډوب دي د توبه او استغفار او تراويح کولو فرصت يي نه درلود، دي د ددنيا محبوبيت له دين څخه غافله کړي وه د روزه مبارکه مياشته له ده څخه په غفلت او سستي کښي تيره سوه.

يقيناً اختر دغسي خلکو ته مبارکي د پيغام په ځاي دي ده دوي ته د هدايت دعا کولو طلبګاره دي نور نو ددغسي کس د ہلاکت اور غفلت په اړه کوم شک کيداي سي  د کوم چا لپاره چه حضرت جبريل امين ښيرا کړي او زمونږ خوږ نبي دده په ښيرا باندي امين ويلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button