پاکستان: کویټه کې سرتېری برید شوی

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د سرتېري برید له امله شاوخوا ۹ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي؛ د ځایي روغتونونو کارکوونکو رسنیو ته ویلي د ۴ ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستاني تلویزیون جیو نیوز وايي، چاودنه د کویټې ښار د ګلستان روډ په سیمه کې د پولیسو د مشر  مرکز مخ ته شوې ده. ویل کېږي چاودنه هغه وخت وشوه کله چې پولیسو د مشکوک موټر د درولو کوښښ وکړ خو په موټر کې سپاره بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه. په وژل شویو کسانو کې ۴ پولیس هم دي او ځينې نور ټپیان شوي دي.

 

چارواکي وايي د برید هدف د پولیسو د مشر احسان محبوب دفتر و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button