ډنمارک افغانستان ته د عسکرو استولو پريکړه وځنډوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲)

د ناټو غړي ډينمار هېواد د امريکا په غوښتنه افغانستان ته د ۵۵ عسکرو د لېږلو پريکړه کړې وه، چې تېره ورځ يې اعلان وکړ چې د عسکرو استولو پريکړه يې ځنډولې ده.

د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير خبريالانو ته ويلي، چې حکومت افغانستان ته د ۵۵  عسکرو د استولو په برخه کې خپله پريکړه ځنډولې ده.

نوموړي ويلي، کله چې د ناټو نورو غړو هېوادونو افغانستان ته د عسکرو لېږلو په اړه خپلې پريکړې وکړې دوی به هم هغوی ته په کتلو دوهم ځلي خپله پريکړه اعلان کړي.

ډنمارک وايي، که د ناټو نور غړي افغانستان ته پوځيان استوي دوی به هم په خپله پريکړه نظر ثاني وکړي.

د بهرنيو چارو وزير ويلي، په افغانستان کې له کلونو جګړه روانه ده، چې په دغه هېواد کې د روانې شخړې د خلاصون لپاره يوه اندازه اميد هم شتون نه لري، خو ډنمارک به يواځې د نورو هېوادونو سره د توازن جوړولو په موخه خپلې مرستې جاري ساتي.

هغه ويلي، که افغانستان ته عسکر واستوي هم د دوی سرتيري به په جګړه کې ګډون ونکړي، بلکې په کابل کې به د امنيت په برخه کې دنده ترسره کوي.

اوس‌مهال ډنمارک په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې شااوخوا یو نیم سل پوځیان لري.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button