جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د طالبانو مشر: د اسلامي نظام په سیوري کي سوله، رښتینی امنیت او د هیوادوالو سوکالي زموږ اساسي هدف دی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 23, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
7
ځلې شریک شوی
84
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲)

طالبانو نن د خپل مشر مولوي هیبة الله اخندزاده د اختر په مناسبت پيغام خپور کړ او پکې ويلي يې دي چې امريکا دې په افغانستان کې خپلې تګلارې ته تغير ورکړي او هيڅکله به د جنګ له لارې برياليتوب ته ونه رسېږي.

دا هم ولولئ

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

دطالبانو مشر په دغه تازه نشر شوي پيغام کې خپلو هېوادوالو ته د راتلونکي کوچني اختر مبارکي ويلې او قومونه يې يووالي او اخوت ته رابللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روانې جګړې پيل هم (تيري کوونکو) کړی چې د لرې ساحو څخه افغانستان ته د اسلامي نظام د ړنګولو په موخه راغلي او په وينا يې چې دوی (اسلامي امارت) د اسلامي شعايرو، خپل ولس او هېواد څخه د دفاع لپاره جګړې ته اړيستل شوي دي.

نوموړي افغانستان ته د نورو امريکايي عسکرو د رالېږلو په غبرګون کې څرګنده کړې او زياتوي چې که تاسو دا فکر کوئ، چې په خپل نظامي حضور او د عسکرو په زیاتوالي سره به زموږ حوصلې ماتې کړئ، اشتباه کوئ.

د طالبانو مشر دغه راز په افغان سوله او د سعودي، قطر او نورو خليجي هېوادونو تر منځ د  وروستي راپيدا شوي کړکيچ په اړه خفګان ښکاره کړی او له هغوی يې غوښتنه کړې چې راپيدا شوی جنجال دې د خبرواترو او خپلمنځي تفاهم له لارې حل کړي، ترڅو ولسونه يې له زيانونو او هېوادونه يې د نورو له لاسوهنې بچ پاتې شي.

نوموړي افغانستان ته راغلي خارجي ځواکونه او هغه هېوادونه چې دلته يې خپل عسکر رالېږلي مخاطب کړي او ويلي يې دي(چې غوره خبره دا ده چې نور مو د اشغال غځولو اشتباه ته دوام ورنکړئ.)

د هغه په خبره، هرکله چې پر افغانستان ستاسې (ناروا اشغال ختم شي اسلامي امارت ستاسې په شمول) له ټولو سيمه ييزو هېوادونو او نړيوال سره د اصولو مطابق د رغنده تعامل او ښو اړيکو جامعه تګلاره لري.

د طالبانو زعيم شيخ هیبة الله اخندزاده نړيوالو ته په پيغام کې ويلي چې په منځني ختیځ کې دې نور دمظلومانو دکړولوپه مخنیوي کې کوښښ وکړي، بي دفاع او بيوسه ولسونه دي نور دامریکا او اسرائیلو ظلمونو ته نه پریږدي.

نوموړي همدارنګه په هېواد کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په برخه کې خپلو پلويانو ته سپارښتنې کړې او ويلي يې دي (هغه عملیات چې په هغه کې د ولس سر او مال ته زیان پیښیږي، موږ ته د منلو وړ ندي، له داسې عملیاتو صرف نظر وکړئ).

دغه پيغام چې کابل ټکی کام ته يې هم د طالبانو له لوري يوه کاپي رالېږل شوې، پکې نورې مهمې څرګندونې هم شته چې ستاسو د لازياتو معلوماتو لپاره يې کټ مټ خپروو:

(د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده( حفظه الله) د مبارکۍ پیغام)

بسم الله الرحمن الرحیم
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله أما بعد:
قال الله تعالی :(أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ (39) الحج
د افغانستان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له هرڅه وړاندې تاسې ټولو ته د زړه له کومې د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم. الله تعالی مو د رمضان المبارک په میاشت کې ترسره کړي عبادات، صیام، قیام ، صدقات او ټول حسنه اعمال پخپل دربار کې قبول او منظور کړه.
افغان مجاهد ملته!
موږ سږنی اختر هم په داسې حال کې لمانځو چې لامو ګران هیواد تر اشغال لاندې او د ولس غیرتي بچیان سرښندونکي مجاهدین مو له اشغالګرو سره د هیواد د مکملې آزادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت په غرض د دفاع او سرښندنې په مورچلونو کې قرار لري.
دا ښکاره خبره ده چې د روانې جګړې پیل د تیري کوونکو له لوري شوی، هغوی د نړۍ له ډیرو لرو ساحو څخه افغانستان ته د اشغال او اسلامي نظام د ړنګولوپه نیت راغلي او اسلامي امارت له اسلامي شعائرو، خپل ولس او هیواد څخه د دفاع په منظور دفاعي جګړې ته اړایستل شوی او مقدس جهاد ته دوام ورکوي. لهذا د یادې جګړي درول او غځول په همدې تیري کوونکو بهرنیو لوریو پوري اړه لري.
هغوی چې پر افغانستان یې د امنیت د تأمین په پلمه برید کړی اوس یې له امله ټوله سیمه نا آرامه کړې، دا چې هغوی هرڅومره دلته د خپلو ځواکونو په پاتي کولو او یا هم زیاتولو ټینګار کوي هغومره به ورسره منطقوي حساسیت زیاتیږي او په نتیجه کې به یې د افغانستان په شمول ټوله سیمه نوره هم بې ثباته کیږي.
امریکایان باید دا خبره درک کړي چې په افغانستان کې د جګړې دوام، د بمبارونو زیاتوالی، د بیوزله افغانانو وژنه، د هغوي په خاوره کې د خپلو سیاسي حریفانو د ډارولو او نویو وسلو د آزمایلو په غرض د لویو بمونو کارول، د جهادي مقاومت د بدنامولواو کمزوري کولو لپاره د هغوی په مقابل کې په مختلفو نومونو د وسلوالو ډلو پیداکول ، تمویل او تشهیرول، د افغانانو ترمنځ د قومي، سمتي او ژبنیو شخړو راپورته کول او داسې نورو فتنو ته لمن وهل هیڅ کله هم د دوی د بریالیتوب لامل نشي کیدای، ځکه افغانان هغه قوم نه دی چې د چا زور ته د تسلیمۍ سر ټيټ کړي.

زموږ له تاريخ څخه مه غافله کیږئ. بس دی چې دا تیر شپاړس کلونه مو په عبث او بې ځایه جګړه تیر کړل، بې ګټې مصارف مو وکړل، او خپل پوځي او سیاسي حیثیت مو تر پښو لاندې کړ،په زیاته اندازه عسکر مو تلف شول، افغانان مو هم شهیدان اومعیوب کړل، کورونه او نور زیربنايي تأسیسات مو ورته وران او افغانستان مو په کنډواله بدل کړ.
که تاسو دا فکر کوئ، چې په خپل نظامي حضور او د عسکرو په زیاتوالي سره به زموږ حوصلې ماتې کړئ، اشتباه کوئ. د مسئلې حل دا نه دی چې د کابل د بې کفایته ادارې په غوښتنه اشغال ته ادامه ورکړی بلکې تعقل دا دی چې د واقعیتونو په درک کولو سره خپلې جنګ غوښتنونکي پاليسۍ ته تغیر ورکړئ. د افغانستان برخلیک او دلته ټول مسائل تر افغانانو پوري اړه لري. افغان غیرتي ولس نه د چا فشار ته غاړه ږدي او نه هم د خپل هیواد په چارو کې د بل چا فرمایشات مني، هغوی ته د خپل هیواد استقلال او اسلامي نظام له ځانه هم ګران او مهم دی. د افغانانو په ټاټوبي کې به تاسي د یوې نیمې لسیزې موجودیت څخه درس اخیستی وي. لهذا غوره خبره دا ده چې نور مو د اشغال غځولو اشتباه ته دوام ورنکړئ.

کله هم چي پر افغانستان ستاسي ناروا اشغال ختم شي اسلامي امارت ستاسي په شمول له ټولو ګاونډیانو او نړیوالو سره د اصولو په چوکاټ کي د رغنده تعامل او ښو اړیکو جامعه تګلاره لري.

دلته د اسلامي امارت ددې تګلارې یادونه ضروري بولم چې نه د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کول غواړو او نه نور پریږدو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او همداراز نه چا ته اجازه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا په خلاف استعمال کړي.
مسلمان مجاهد ملته!
د اشغالګرو په مقابل کي جهاد یوه الهي فریضه ده چي نه د چا په شخصي ګټو پوري تړلې اونه هم د چا د شخصي نظر په بدلون سره تغیر کوي، په شرعي احکامو او اسلامي تاریخ کې جهاد یو داسي نا څرګند باب نه دی چې هرڅوک یې په شخصي اجتهاد سره د کولو او درولو حکم صادرکړي.

د اسلام په ټول تاریخ کې د مقدس جهاد ثمره د کفارو تر تسلط او قوماندې لاندي نه ده تر لاسه شوې او نه هم کله فاسدو چارواکو د الله دین نافذ کړی او نه داشغالګرو د هوایي ځواک ترسیوري لاندي د اسلامي نظام حاکمیت ممکن دی.

امریکایانو زموږ په ملت ټولې هغه څيرې تپلي چې نه دین او نه د ولس ګټو ته تعهد لري. هغوی یوازې د امریکا د ګټو مدافعین دي.

موږ ولیدل چې دغه بلواکه څيرې د امریکا د فرمان له مخې دې ته هم تیارې دي چې افغانستان له خپلو ګاونډیو او ټولې سیمې سره په مخالف جهت کې ودروي او یوازې د امریکا د ګټو قرباني یې کړي. که روان حالت دوام کوي، دوی دې ته هم تیار دي چې د یوموټي ولس تر منځ د قومي، سمتي او ژبنیو تعصبونو په راپارولو سره یوځل بیا د نویمو کلونو په شان ذات البیني جګړې پیل او تاریخي هیواد مو په څو ټوټو تقسیم کړي. د کابل وروستي جریانات د دغو پردي پالو د فتنه جوړوونکو هڅو ژوندۍ بیلګې دي.
اسلامي امارت د هیواد د شرعي او ملي مصالحو د یوه مدافع ځواک په توګه په افغانستان کې د وروڼو قومونو ترمنځ د قوم، ژبې، سیمې، مذهب او تنظیم په نوم هر ډول تخریبي کړنې په کلکه غندي او هغو ته په افغانستان کې د ماتې خوړلي دښمن د پلان شویو سازشونو د یوې تخریبي هڅې په سترګه ګوري او په ټول توان سره یې مخنیوی کوي.
افغان مجاهد ولسه!
د بهرني اشغال په مقابل کې د افغان ولس مشروع دفاعي جهاد د الله تعالی په نصرت، ستاسې په ملاتړ، د مجاهدینو په بیساري اخلاص او سرښندنو، د اسلامي امارت په کامیابې دیپلوماسۍ او دسپلین ورځ تربلې ځواکمن کیږي چې له امله یې نړیوال مطرح جهتونه دهغه په موثریت، مشروعیت او موفقیت باندې اعتراف کوي.

دغه کار اشغالګر دښمن سخت وارخطا کړی، نوځکه د اسلامي امارت په خلاف بې بنسټه تبلیغات کوي او زموږ د مجاهدینو لاسته راوړنې نورو ته منسوبوي.خو مونږ په دې اړه نړیوالو او خپل مجاهد ولس ته اطمنان ورکوو چې اسلامي امارت کله هم د یوه اشغالګر د شړلو لپاره بل چا ته په افغانستان کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.د افغان ولس ملي حمایت د ټولو تیري کوونکو په مقابل کې زمونږ د بریالیتوب اصلي لامل دی.
اسلامي امارت د هرهغه جهت چې د امریکايي اشغال په مقابل کې د افغان مجاهد ولس د برحق دفاعي مقاومت پر مشروعیت اعتراف کوي مننه کوي او له هغوی څخه غواړو چې له خپل نړیوال نفوذ څخه په کار اخیستلو سره امریکایان مجبورکړي چې نور د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیږدي.
امریکایان هم باید د واقعیتونو په درک کولو سره د جهادي مقاومت د مقابلې په ځای د افغان مجاهد اولس د قانوني غوښتنو په منلو سره له دیپلوماتیکو لارو خپله ستونزه حل کړي،دسولي په مخ کي ترټولو لوی خنډ اشغال دی د اشغال په ختمېدوسره له سوله ایزې لارې د افغانستان د مسئلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده ،د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ایز حل د موندلو دنده سپارلې ده.
د اسلامي نظام په سیوري کي سوله، رښتینی امنیت او د هیوادوالو سوکالي زموږ اساسي هدف دی. موږ په کلک عزم سره د خپل ولس اقتصادي، تعلیمي او هر اړخیز ودانیز پرمختګ ته تعهد لرو.

اسلامي امارت د بیارغونې د چارو او پروسو هرکلی کوي او د خپلو ټاکلواصولو او لوائحو په رڼا کې په دې برخه کې د هر راز فعالیتونو ملاتړ او ساتنه خپله دنده بولي. مجاهدین دې پخپلو سیمو کې د دیني او عصري تعلیم او د ولس د غوښتنو سره سم د بیارغونې چارو د زمینې برابرولو کار ته دوام ورکړي.
نړۍ والوته مو پیغام دادی چي:
په نړۍ خصوصا په منځني ختیځ کي دي نور دمظلومانو دکړولوپه مخنیوي کي کوښښ وکړي، بي دفاع او بيوسه ولسونه دي نور دامریکا او اسرائیلو ظلمونو ته نه پریږدي ،همدارنګه د قطر هیواد او یو شمیر نورو عربي هیوادونو ترمنځ په وروستي جنجال دزړه له تله خپه یو او هیله موله وروڼوعربوهیوادونو څخه داده چي په خپل منځ کي هرډول لانجې دخپل منځي تفاهم له لاري حل کړي ترڅو یې ولسونه له ضرره اوهیوادونه یي دنوروله مداخلووساتل شي .
د جهاد او سرښندنې په سنګرونو کې ناستو مجاهدینو وروڼو!
تاسو باید په دې خوشاله اوسئ او شکر ادا کړی چې الله تعالی په دې سخت وخت کې د خپل دین او ولس د ساتنې لپاره انتخاب کړي یاست. د خپل دین او مسلمانانو د دفاع په لاره کې جهاد له هغو افضلو اعمالو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ( ذروة سنام الاسلام) یعنې د اسلام تر ټولو هسکه څوکه بولي. نو د روان جهاد په اړه د دښمن په تبلیغاتو، تعبیراتو او خبرو پسې سر مه ګرځوئ؛ بلکې د خپل دې عمل په اړه یوازې د کتاب الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم تعریف کافي وبولئ.
خو دې ته هم باید متوجه واوسئ چې جهاد چې څومره افضل عمل دی، همدومره ورسره تړلي خطرات هم درانه دي. الله دي نه کوي که مو په جهاد کې له لاسه تجاوز وشي، بې ګناه انسانان وځوروئ، یا د عامو خلکو سر، مال، یا حیثیت ته زیان ورسوئ؛ نو هم به منفور او بیقدره شئ او هم به په دنیا او اخرت کې د سزا مستحق وګرځئ. نو خپل چلند او کردار ته ډیر متوجه واوسئ او خپل ملګري هم له ناروا کړنو څخه را وګرځوئ.

د جهادي عملیاتو د طرحه ریزۍ او اجراء په وخت کې د ملکي تلفاتو موضوع جدأ په نظر کې ولرئ. هغه عملیات چې په هغه کې د ولس د سر او مال ته زیان پیښیږي، موږ ته د منلو وړ ندي، له داسې عملیاتو صرف نظر وکړئ ځکه چې د خلکو سر او مال ته زیان رسول د شریعت د اصولو او د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف عمل دی.
د جهاد په لاره کې خپلې حوصلې لوړې لرئ، د الله تعالی په نصرت ستاسو قوي تدابیرو، پوخ عزم او قربانۍ اشغالګر او د هغوی ملاتړي له وارخطايي سره مخ کړي، د دښمن دسیسې يې ناکامه کړې، ستاسو په مقابل کې د تبلیغاتو څپه يې بې تأثیره کړې، دا حالت ایجابوي چې هرمجاهد باید دخپل نیت اوعمل لا ډيرې اصلاح ته متوجه واوسي، د خپل صف وحدت او اتفاق وساتي، د خپلو مشرانو او مسئولینو لا ډيراطاعت وکړي، په هر دم او قدم کې د الله تعالی محاسبه او مواخذه په نظر کې ولري ، د الله له مخلوق سره په چلند کې خورا نرمي غوره کړي او له مؤمن ولس او مظلومو اسیرانو سره د دښمن ظالمانه چلند یې غیر شرعي انتقام ته ونه هڅوي بلکې د دښمن له اسیرانو سره د نبوي اخلاقو پر مبنا باید ښه چلند وکړي.
جهادي مسئولین دې د دښمن دسیسو او ناڅاپي حملو ته همیشه ځیر اوسي، د ترڅار لاندې وسائلو له استعمال سره دي ډیر احتیاط وکړي د ځان او مجاهدینو له ژوند سره بي احتیاطي هم جهادي صف ته لوی زیان دی او هم اخروي مسئولیت لري.
له خپلو ټولو هیوادوالو، علماء کرامو، پوهانو، مخورو، ولسي او سیاسي شخصیتونو، قلموالو، مسلکي کدرونو، د نوي نسل روزونکو استادانو او ټولو هغو کسانو نه چې په دې مظلوم ولس او ځپل شوي هیواد یې زړه خوږیږي هم غواړم چې د جګړې د اصلي عاملینو امریکایي یرغلګرو په وړاندې په یوه غږ ودریږي.
په پای کي له ټولو هیوادوالو څخه هیله کوم چي هر وخت په تیره بیا د اختر په دي مبارکو شپو ورځو کي ټول بي وزله وروڼه او خویندي هغه که یتیمان وي که د شهیدانو او اسیرانو کورنۍ او که نور بیوزله کسان وي په خوښیو کي له ځان سره شریک کړي او د خپل وس په اندازه یې لاس نیوی وکړي.
هذا و أسأل الله تعالی أن يمنّ علی جميع المسلمين بالخير و العزّ و العافية، إنه سميع قدير و بالإجابة جدير، و صلّی الله وسلّم علی نبيّه أفضل الصلاة والتسليم. و السلام عليکم ورحمة الله و برکاته.
داسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده
۲۷ رمضان المبارک ۱۴۳۸ ه ق
۱۳۹۶/۴/۱ ه ش
2017/06/22 م

مخکینې مطلب

ښایې راتلونکې اونۍ جرمني د مهاجرو د ایستلو لړۍ بیا پیل کړي

بل مطلب

پاکستان: کویټه کې سرتېری برید شوی

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com