د سولې په اړه د چين له هلو ځلو د امريکا اندېښنه!

سرليکنه

امريکا چې د شپاړسو کالو راپدېخوا یې پر افغان ولس جګړه تپلې ده کله د جګړې د دوام په موخه د سولې اواز هم پورته کړي، چې ګوندې امريکا په افغانستان کې د سولې پلوي کوي؛ خو حقيقت دا دی، څومره چې په افغانستان کې د امريکا لخوا پر افغان ولس ورتپل شوې جګړه دوام لري،هومره امريکا ته د جنګي تاوانونو ګټه رسېږي او خپلو اهدافو ته نږدې کېږي.

امريکا د افغانستان د سولې په نامه په ٢٠١٥ميلادي کال کې غونډې پيل کړې. د څلورو لورو، يو لورى و چې په کابل او اسلام اباد کې یې بې نتېجې غونډې وکړې؛ خو چې کله روسیې، ايران او چين د افغانستان په اړه د سولې قدم پورته کړ د امريکايي استخباراتي ادارې CIA دا قدم د امريکا د ګټو پر خلاف وباله. ویې ويل: په افغانستان کې له روسیې او ايران نه چين زياتې هڅې کوي چې سولې ته زمينه برابره کړې، چې د چين لخوا د سولې هڅې به د امريکا اهدافو ته تاوان ورسوي.

امريکايي جنرالان په دې خبره په يوه خوله دي، چې په افغانستان کې د سولې په اړه د ايران، روسیې، پاکستان او چين هلې ځلې په دې مانا دي چې يادهېوادونه د طالب وسله والو ملاتړي دي. اندېښنه یې دا ده چې که سوله رامنځ ته شي په تېرو شپاړسو کالو کې د امريکا لخوا په افغانستان کي تر اتو سوو ميلياردو زياتو ډالرو تاوان به بې ځايه ولاړ شي.

د امريکايي جنرالانو وينا ده، چې ياد هېوادونه (چې په سر کې یې چين دی او د افغانستان په اړه یې د سولې هڅې پیل کړې دي) د دوی هلې ځلې د افغانستان امنيت ته ګواښ دی. دا هلې ځلې په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو قاطع ماموريت له ماتې سره مخ کولای شي.

که امريکا په افغانستان کې د پاکستان، چين، روسیې او ايران له هلو ځلو – چې د سولې په اړه یې کوي- د نيابتي جګړې اندېښنه لري، نو هغه وخت  د مخه تېر شوی دى چې د نيابتي جګړې ويره به احساس کېدله. امريکا په افغانستان کې د نورو پوځونو په رالېږلو (سره له دې چې په ٢٠١٤ميلادي کال کې د ناټو او امريکايي ځواکونو پوځي ماموريت پای ته رسېدلی) د نيابتي جګړې اندېښنه له منځه وړې ده.

امريکايي استخبارات دا تبليغات کوي چې طالبانو د روسیې په ملاتړ دوه ځلې کندز ونيوه؛ اوس چې په افغانستان کې طالب وسله والو کوم پرمختګ کړی، امريکايي استخبارات یې روان پرمختګ د چين، روسيې، ايران او پاکستان د ملاتړ پايله څرګندوي. امريکا د نړيوالو له سترګو پټوي چې طالب وسله وال په افغانستان کې په هر ځای کې چې وغواړي بريدونه سر ته رسولاى شي.

اوس مهال د غربي رسنيو په نظر په افغانستان کې د امريکا او چين ګټې سره په ټکر کې دي، چين نه غواړي په افغانستان کې خپلې او امريکا خپلې ګټې په خطر کې واچوي. د دې اندېښنې احساس له امريکا سره هغه وخت پيدا شو چې دمخه به یې د افغانستان په چارو کې د پاکستان اغېز ته پاملرنه کوله؛ خو اوس یې اندېښنه دا ده چې د امريکا په پرتله چين اوس پر پاکستان زيات اغېز لري او پاکستان به په افغانستان کې د چين ګټو ته زمينه برابره کړي.

يو کال دمخه چې ايران د چابهار بندر د اعلان له ليارې له افغانستان سره همکاري پيل کړه، امريکا سره په افغانستان کې د ايران د اغېز اندېښنه پيدا شوه. خو له ايران وروسته اوس له چين نه زياته اندېښنه لري؛ چې که چين افغانستان سره خپله همکاري وغځوي په افغانستان کې به د امريکا ګټې له خطر سره مخ شي. بيا به په افغانستان کې روسيه،چين او ايران هم امريکا سره په ګټو کې شريک شي، ځکه چې روسيه، چين او ايران به د خپلو شرايطو په منلو سره افغانستان سره د همکارۍ لاس اوږدوي.

امريکا له يادو هېوادونو دمخه هم دا ډول اندېښنې درلودې، خو د کله نه چې کريملین له طالبانو سره د حکومت پخلاينه اعلان کړه، امريکايي چارواکو سره اندېښنه زياته شوه چې د روسیې لخوا له افغانستانه د ائتلافي ځواکونو په وتلو یې د طالبانو د دريځ ملاتړ وښود.

چين يوه مياشت دمخه د افغانستان سره په پوځي، اقتصادي او پاکستان سره په شته اختلافاتو د هوارۍ د مرستې غږ وکړ او دمخه روسیې د افغان حکومت سره د طالب مشرانو د پخلاينې. دا دی اوس ايران هم د افغانستان سره د خپلې همکارۍ د پراختيا غږ تکرار کړ؛ ځکه خو امريکا په سيمه کې د چين په رول او په افغانستان کې د سولې په اړه د چين له هلو ځلو اندېښمنه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button