روسیې د هغو ناپیژاندو الوتکو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده چې پدې وروستیو کې داعش ډلې ته د وسلو او کوردیناتو په لیږد تورنې شوې دي.
روسیه وایی افغان حکومت او ناټو مجبور دي چې د داسې نامعلومو الوتکو په باره کې معلومات ورکړي.
دروسیې د بهرنیو چارو وزیرې ماریا زخاروا ادعا کړې ده چې د تورې بوړې له نیولو څخه مخکې د داعش ډلې ته لسګونه وسلوال د هلیکوفتر له لارې رسول شوي او یو کانتینر وسلې هم ورته رسیدلې دي.
زخاروا ویلي: دوی ته دا مسئله عادي خبر نه ښکاري باید ناټو او افغان دولت د یادې موضوع سپیناوی وکړي.
داپداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د جوزجان ولایتي شورا ادعا وکړه چې د دې ولایت په درزاب او څونورو ولسوالیو کې داعشي وسلوالو ته ناپیژاندو الوتکو د وسلو او کوردیناتو ډک صندوقونه ښکته کړي. چې بیا وروسته دهغه ولایت د امنیې قوماندان پیښه تائید او دایې یوه فني تیروتنه وبلله.
روسیه وایې د افغان دولت خاموشي او د یو واضح ځواب نه درلودل دوی اندیښمن کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار لخوا د ولسي جرګې وکیل په. وار وار ادعا کړې چې دوی پخپلوسترګو لبدلي چې یو شمیر الوتکې راځي او دې ډلې ته کوردینات ښکته کوي.
شنونکي داعش ډله د امریکا لخوا جوړه شوې ډله بولي تر څو د طالبانو پرضد یې د وروستۍ وسیلې په توګه وکاروي
فرید افغان


















