لیکوال : امین وردګ
زموږ ځينې ناپوه افغانان بیخي زر تېر وزي ! اوس اوس کمونستي کړۍ کوښښ کوي چې په افغانستان کې دا ځل د هندوستان لپاره (په دوست سره يادولو له امله) کمپاين وکړي او پاکستان خلکو ته د انګرېز په نوم ((کافر)) ور وپېژني چې ډېری بې شعوره يې چټلستان بولي او داسې نوم اخیستل یوه هم دین او هم مذهبه ګاونډ ته د ادب او سړيتوب له چوکاټ سره بلکل سر نه خوري.
متأسفانه چې زموږ اوسني افغان نسلونه (چې نږدې دوې لسيزې يې د غرب تر سیوري او نظارت لاندې زده کړې وکړې) له حقيقي تاریخ نه بې برخې پاتې شول چې دغه نکته په ريښتیا سره زموږ په اسلامي او افغاني ټولنه کې لويه تشه رامنځته کوي.
موږ دا منو چې د پاکستان قانون د لاډمیکالې (انګرېز قانون) دی مګر د پاکستان سره باید نمک حرامي هم و نه کړو ؛ پاکستان په ډېرو حساسو شرائطو کې موږ ته د ورورۍ لاس راکړی (اګر که ځينو پاکستاني سیاستوالو د افغانستان په ورانولو کې خپله ګټه لیدله او هغه يې مطلب هم وه) مګر داسې نه ده چې ګویا افغانستان د پاکستان په لاس ړنګ شو او دا کاملاً غلط تصور دی ، افغانستان هغو خلکو ړنګ کړ چې نن په افغانستان باندې حاکم دي !
افغانستان اصلاً بین المللي ټولنې ړنګ کړی ځکه چې پرون يې دغو اوسنیو حاکمانو ته جنګسالاران ویل او نړۍ ته یې د وحشیانو په نوم ور وپېژندل او نن یې همغه وحشیان راوستل او د ملت واګې يې په لاس ورکړې او بېرته يې د سړیو په سترګه ورته وکتل او دا سکون يې هم ور کړ چې : ورځئ ! هر څه مو چې کړي او څه چې بیا هم کوئ ويې کړئ ؛ دومره نر نشته چې تاسو محکمې ته راکش کړي.
زه دا منم چې پاکستاني حکومت زموږ سره ځينې ناځوانۍ کړې ، دا منم چې زموږ په خاوره کې ننوتلي او دا يې ښکاره تېری دی ! دا منم چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې داسې یو نظام رامنځته شي چې له فساده یو مخ تش وي ځکه چې بیا کېدای شي له پاکستان سره حساب ته کښېني ، د ډيورنډ کرښه لغو اعلان کړي (او یا لږ تر لږ له پاکستان څخه خپل حق وغوښتلای شي)همداراز که په زموږ په هېواد کې سالم ان په خپلو پښو ولاړ نظام راشي نو شاید په افغانستان کې دننه هغو اوبو ته بندونه هم واچوي چې اوس پاکستان ته مفتې روانې دي.
خو هو ! دا به نه هېروو چې پاکسان زموږ سره دومره ښه هم کړي چې دننه په کور کې یې یوه کوټه را ته تشه کړې او موږ د خپل هېواد د آزادۍ لپاره هملته سره راټول شوي یو او بیا مو د تزاري روسيې هغه ستره امپراتوري را نړولې چې ټوله غربي او عربي نړۍ یې تر سپږمو را وستلې وه او په دغې اړه خصوصاً د پاکستان ملت ! چې احسان يې یوازې خائنین او غداران هېرولای شي.
مګر هندوستان همغه هېواد دی کوم چې له روسي تاړاک سره اوږه په اوږه و درېدلو او د افغانستان په اشغال کې یې پوره برخه ورسره واخيسته او په ډاګه يې اعلان وکړ چې روسانو سم تصیم نیولی ؛ یانې هند همغه پرونی روسی اور دی چې سکروټې یې لا تر اوسه پورې نه دی سړې شوې ؛ نو څنګه کېدای شي چې نن زموږ دوست شي ؟ هند غواړي خپل کمونستي مزدوران په افغانستان کې یو وار بیا قوي کړي او بل دا هم غواړي چې د افغانستان له لارې له پاکستان سره ښکر په ښکر شي .
تاسو د (قانع لېوني) خبرې وا نورېدې چې علني يې د هند په پلوۍ وویل : که پاکستان له هند نه کړکټ و ګټلو نو زه برېتونه خرېیم !
ښه نو زموږ يې څه ! چې هند یې ګټي که پاکستان؟
هند او پاکستان په خپلو کې ژورې ستونزې سره لري چې هغه د کشمير مسئله او د هاغو اوبو ستونزه ده چې دوې (۲) ویالې یې له پاکستان سره قرارداد کړې او اوس يې بندونه ورته جوړ کړي چې سمې نیمې يې بېرته په هند کې مصرفیږي.
نو خپلو ګرانو افغانانو ته زما توصیه دا ده چې : د افغانستان په اشغال کې هند د روسي وحشت کلک ملاتړ کړی ؤ او په دغې نکته باید خبر شئ ! باالعکس ؛ پاکستان ! نه یوازې دا چې د آزادۍ غوښتونکو ملاتړ يې وکړ بلکې په خپل کور کې یې دننه ځای هم ورکړی ، همداراز… په دغه غربي تاړاک کې هند یو ځل بیا د غربي ښکېلاک سره اوږه په اوږه و درېدلو مګر د پاکستان (تر اوسنۍ سلطې لاندې) ملتونو يو ځل بیا تر خپلې وسې پورې د مظلومو افغانانو کوربه توب وکړ او له امله يې کلکې قربانۍ هم ورکړې ، چې د روس په وخت کې یې داسې قربانۍ نه وې ورکړې چې له هغې جملې نه د شمالي وزیریستان ، میرانشاه ، صوات ، باجوړ ، ټل ؛ بلکې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ډېرو علاقو کې يې نښې نښانه لیدلای شو چې غربي ډرون الوتکو او غرب ته مائلو پلیو وحشیانو په دغو سیمو کې څه لوبې و نه کړې !
اګر که پاکستان غرب ته لاره ورکړه اوهمداراز یې د ملاعبدالسلام ضعيف په ګډون ځينې نور… افغانان هم غربیانو ته (لاستړلي) وسپارل مګر بیا یې هم له افغانانو سره وخت پر وخت مرستې کړې چې باید هېرې نشي او هر چې هند دی ! باور وکړئ چې هدف یې یوازې د کمونستي تشو ډکول ، خپل نفوذ ډېرول او له همدغې لارې د پاکستان پر وړاندې سنګر نيول دي نو موږ افغانان باید د دغو دواړو هېوادونو تر منځ قرباني نه شو او خپل دښمن و پېژنو.
د پاکستان احسان او ښه کوربه توب هم باید له یاده و نه باسو ؛ هو ! که موږ په ريښتیا افغانان وو ! ځکه چې د ريښتيني افغان خاصیت هم دا دی چې نیکي او احسان نه هېروي.
که پاکستان له منځه لاړ شي نو زموږ دین او مذهب به لویه ضربه هم مومي چې دا یو روښانه حقیقت هم دی او سترګې به نه پرې پټوو ! تاسو وګورئ ! چې څومره دیني کتابونه او قرآن کریمونه دي ټول په پاکستان کې چاپيږي ، ستر شیوخ په پاکستان کې دي ، اوس نژدې د آسیا په سطحه باندې پاکستان اسلامي مرکز دی.
د پاکستاني نظام دغه یوه نکته د یادونې وړ ده چې د دیني علماوو سره ډېر ښه سلوک کوي او په وړاندې يې بلکل له توهین څخه کار نه اخلي که څه هم چې قانون يې انګریزي دی مګر په خپلو علماوو یې زړه بديږي که کوم یو وژني هم په پته توګه يې وژني چې خوځښت رامنځته نشي.
پورتنی لیکنه د لیکوال خپل شخصی نظر څرګندوی..


















