کوچنی اختره! تا ته وایم

مولوی ضیاءالحق صدیق یار
وړوکې اختره! څنګه مهال او په کومه لار چا ته راغلې؟
اختره پوهیږې؟ خبر یې او که نه؟ داسې مهال راغلې چې شهید جانان د لحد په غیږکې پروت دی، روژه یې په خوله وه په مدرسه کې یې ترجمه او په مسجد کې یې امامت کولو، خیاط ته یې د اختر لپاره جامې ورکړې وې او یو ملګري یې ورته تور پاج هم اخیستی ؤ، تر څو یې د اخترپه ورځ له سر نه راتاو کړي؛ خو ځوانیمرګ داسې مهال د شهادت مرمۍ وخوړه چې روژه ماتي ته یوازې څوشېبې پاتې وې، مقتدیانو ورته د روژه ماتي ترتیب نیولی ؤ، خو خبر نه و چې د مسجد زینت او ښکلا به یې د کوثر په جام روژه ماتوي او له دوی به په وچو شونډواو د تندي په حالت کې کوچېږي. هوکې دومره وخت به هم نه و چې خدای په اماني ورنه واخلي.
اختره!
زموږ تر انګړه په کومه لار راغلې؟ ایا په لارکې دې زما د شهید جانان مشهد ونه لید؟ هغه ډبرې چې ترې تاو وې او څو د ډرون د بم پارچې او د موټرسیکل سوې پورزې دې ونه لیدې؟ هغه تورپاج دې ونه لید چې د باروتو اور سوی و؟
رښتیا وایه اختره! هغه د مشهد ترڅنګ دې هغه سوې غوښې تر سترګو نه شوې؟ هغه ووړ مزار چې پرې جوړ و؟
اختره! زموږ تر کلي چې راتللې، هغه د کلي خوا کې دې لویه غونډۍ تر سترګو نه شوه، هغه څو مزارونه چې پرې جوړ و، هغه څو ماتې شناختې چې پرې ولاړې وې؟
اختره چا ته راغلې؟
پوهېږې؟ داسې کلي ته راغلې چې ځوانان نشته په کې، ځوانان یې د شهادت له کاروان سره تللي، کوم چې ترې پاتې هغه هم د شهادت په ارمان د غرو لمنو ته تللي او د اختر ورځ یې په سنګر کې په نهاره تېرېږي. هوکې اختره!! اوس یې هم روژه په خوله ده.
اختره داسی کلی ته راغلی چه دسپین سری موراوباباجان نه دشهیدجانان ددوی دزړه ټوټی غم اوفراق ته هیرکړی یی اوس یی اوښکی دګریوان په انګړکی دغم ګډاکوی
اختره داسې کلي ته راغلې چې د ملالو پېغلو مو نکریزي هېري دي، ورور جان یې شهید شوی، د نکریزو په ځای یې په لاسونو د وینو خالونه وهلي.
هوکې اختره!
له ماشومانو مو هم هېر یې. پلارجان یې شهید او د اختر لپاره یې څیري ګرېوان او سلګۍ تیاري کړې دي. هوکې!! اوس ما ته هغه تېر اخترونه داسې رایادېږي، چې د نېکمرغه کوچني اختر ورځ به وه، له منبر نه به د مینې او الفت پیغامونه ورکول کېدل.
د اختر په سهار به کلیوالو د مسجد په انګړ کې یو بل ته غېږ ورکوله، د مبارکۍ پیغامونه به یې بدرګه کول. هوکې!! ځوانانو به په خپلو نازکو سرکو شونډانو د مسجد د امام او د کلي د مشرانو لاسونه ښکلول. د کلي ماشومانو به هم اختر په ځانګړو مراسمو لمانځلو. د اختر لپاره به یې د نویو کالو ترڅنګ په لاس کې د اختر لمانځلو په تکل یوه سپینه کڅوړه هم لاس کې اخیستې وه او د” عید راوړئ“ نارو به د کلي خړ پړ انګړ نورهم ښکلی کړی و.
د کور انګړ به هم د اختر په مناسبت ځانګړی کیف غوره کړی و. د ملالو پېغلو ترڅنګ به د نکریزو کاسه ایښې وه او په ډېره مینه اولېوالتیا به یې د مومنانو د مور عائشې صدیقې رضي الله عنها سنت پر ځای کول او په خپلو نازکو لاسونو به یې د ګلانو قطارونه انځورول.
خو نن هغه د کلی د مسجد د سهار د مراسمو ځای د شهید جانان د فاتحې اومرثیې مراسمو خپل کړی، ماشومان مو د اختر ټولولو په وخت د شهید بابک د قبر ترڅنګ د اوښکو او سلګو د بهیر لارويان دي او د ملالي پیغلې ترڅنګ د نکریزو پر ځای د شهید جانان د تن په وینو سرې څو یادګاري د جامو ټوټې پرتې دي او خپله تسلا ورباندې کوي.
هوکې! د ورورک په ځای یوازې د هغه پاتې تصویرونه ته ناسته او د اوښکوقطار یې د سلګیو سره مل وي. نور نو اختر جانه!! تاته وایم داسې مهال دې څنګه ولمانځو او بیا درته وایم په کوم مهال په کومه لار او تر چا راغلې؟
هر کلی کربلا ده دلته هر وخت عاشوراء ده – برات ده، که روژه ده، که اختر په وینو رنګ دی
زړګیه خدای دې مل شه دلته نشته دیدنونه – پرېوتي چینارونه دي، ګودر په وینو رنګ دی



