څلورو عرب هیوادونو د قطر سره د اړیکو رغولو پخاطر ۱۳غوښتنې مطرح کړې.
په یاد لیک کې چې د کویت لخوا قطر ته سپارل شوی دی پکې ویل شوي چې قطر د اړیکو د احیا لپاره مجبور دی چې د دوی ۱۳ غوښتنې په لسو ورځو کې پوره کړي
په یاد لیک کې له قطري دولت څخه غوښتنه شوې چې له ایران سره اړیکې پرې کړي. الجزیره شبکه دې وتړل شي. قطر دې د اخوان المسلمین په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې او د دوی مالي ملاتړ بند کړي.
همداراز په لیک کې غوښتنه شوې چې قطر کې باید دترکې نظامي اډه وتړل شي او فوځیان یې باید له دې هیواد څخه وایستل شي
دوی له قطر نه غوښتي، هغه کسان چې سعودي ته مطلوب دي، باید ور وسپارل شي.
د روانې میاشتې په پنځمه نیټه څلورو . ( سعودي، بحرین، مصر، اردن او اماراتو ) له قطر سره اړیکې پرې کړې او دغه هیواد یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ؛ خو قطر د دوی تورونه رد کړل او ویې ویل چې دا هیواد خپلواک بهرنی سیاست لري او څوک حق نلري چې د دوی په چارو کې مداخله وکړي.
کویت د دې هیوادونو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي نو ځکه یاد لیک هم د کویټ په توسط دې هیواد ته استول کیږي.
د قطر او یادو څلورو عرب هیوادونو ترمنځ اړیکې په ټولییز ډول پرې شوې. د سعودي او قطر ترمنځ د دیپلوماتیکو چارو سربیره په دیني، فرهنګي او اقتصادي چارو هم کلک محدودیتونه وضع شوي دي
فرید افغان


















