دنړۍ پای (۴۷مه برخه) – داسې زمانه په کومه کې به چې يوه سجده له دنيا او د دنيا له ټولو خزانو بهتره وي –

۱۰۲ داسې زمانه په کومه کې به چې يوه سجده له دنيا او د دنيا له ټولو خزانو بهتره وي

دا نښانه به د قرب قيامت او د حضرت عيسی  علیه السلام د نزول له زمانې وروسته ښکاره شي، د حضرت عيسی  علیه السلام زمانه به ډيره د فضيلت زمانه وي، عبادتونه به هم ډير فضيلت لري، ځکه چې د وخت او مقام د شرف او فضيلت مطابق په عبادتونو کې هم اجر او ثواب زيات وي.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا عَدْلًا فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ وَيَقْتُلَ الْخِنْزِيرَ وَيَضَعَ الْجِزْيَةَ وَيَفِيضَ الْمَالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ حَتَّى تَكُونَ السَّجْدَةُ الْوَاحِدَةُ خَيْرًا مِنْ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا ثُمَّ يَقُولُ أَبُو هُرَيْرَةَ وَاقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ  وَ اِنۡ مِّنۡ اَہۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِہٖ قَبۡلَ مَوۡتِہٖ ۚ وَ یَوۡمَ الۡقِیٰمَۃِ  یَکُوۡنُ عَلَیۡہِمۡ  شَہِیۡدًا ﴿۱۵۹﴾ۚ  ([1]).

ژباړه :

په هغه الله قسم د کوم په قبضه کې چې زما روح دی، نږدې ده چې په تاسو کې به حضرت عيسی  علیه السلام يو عادل حکمران جوړ شي او را نازل به شي، هغه به صليب مات کړي، خنزير به قتل کړي او جزيې به ختم کړي ([2]) په دې وخت کې به مال دومره زيات شي چې د هغه د قبلولو لپاره به څوک نه وي، په دغه زمانه کې به يوه سجده له دنيا او د دنيا له ټولو خزانو ډيره قيمتي وي، حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  د دغه حديث له بيانولو وروسته وفرمايل : که تاسو غواړی نو تاسو دغه آيت کريمه تلاوت کړی :؛؛ او نشته هم څوک له اهل د کتابه مګر قسم دی هرو مرو چې ايمان به راوړي دوی خامخا (په وخت د نزغې خپلې يا په وخت د نزول د عيسی) پر دغه (عيسی) پخوا له مرګه د ده څخه او په ورځ د قيامت کې به وي (عيسی) پر دوی باندې شاهد (چې جهودانو نه منلم او نصرانيانو ابن الله وبللم) ([3]).

د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  د دغه فرمان چې په دغه زمانه کې به يوه سجده له دنيا او د دنيا له ټولو خزانو قيمتي وي معنا دا ده چې په خلکو کې به د لمانځه او د نورو عبادتونو رغبت ډير شي، ځکه چې هغوی به له دنيا څخه بې رغبته شي، د هغوی خواهشات به کم شي او د قيامت په نږدې والي به يې يقين شي.

قاضي عياض   رحمه الله ويلي: د دغې معنا دا ده چې په دغه زمانه کې به د يوې سجدې اجر او ثواب د دنيا او په دنيا کې د موجودو شيانو له صدقه کولو ډير وي، له دې امله چې په دغه زمانه کې به مال ډير زيات وي، په خلکو کې به حرص او بخل کم وي، خلک به د دنيا مال په جهاد کې مصرفوي او په خپله به د هغه مال په لالچ کې نه وي، له سجدې څخه مراد يا سجده ده يا له هغې څخه مراد لمونځ دی (والله اعلم) ([4]).

۱۰۳ د لومړی شپې سپوږمۍ به غټه تر سترګو کيږي

(الاهلة) د هلال جمع ده او هلال د مياشتې په شروع کې د لومړی شپې سپوږمۍ ته ويل کيږي، دا سپوږمۍ د قمري مياشتې په اوله شپه وړه (کوچنی) تر سترګو کيږي، بيا د مياشتې تر ۱۵ پورې په تدريج غټيږي، بيا د مياشتې له ۱۵ وروسته په تدريج کوچنی کيږي.

د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې د لومړی شپې سپوږمۍ به غټه تر سترګو کيږي، يعنې سپوږمۍ به په اوله شپه لويه تر سترګو کيږي، خلک به د لومړی شپې په سپوږمۍ باندې د ډيرو شپو د سپوږمۍ ګمان کوي.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ان من اشراط الساعة انتفاح الاهلة، حتی یری الهلال لليلة فيقال: هو ابن ليلتين ([5]).

ژباړه :

د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې سپوږمۍ به لويه تر سترګو کيږي، د لومړی شپې سپوږمۍ چې وليدل شي نو ويل کيږي به : دا خو د دوو شپو سپوږمۍ ده.

۱۰۴ د ټولو خلکو د شام لوري ته هجرت کول

د شام اطلاق نن په سوريا او د هغه په ګاونډيو هيوادونو لبنان، اردن او فلسطين باندې کيږي، د شام زمکه د حشر او نشر زمکه ده، په دغه زمکه کې ډير انبياء راغلي، شام او د شام اوسيدونکي يو خاص قدر او منزلت لري، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

إذا فسد أهل الشام فلا خير فيكم لا تزال طائفة من أمتي منصورين لا يضرهم من خذلهم حتى تقوم الساعة ([6]).

ژباړه : کله چې د شام په اوسيدونکو کې خرابوالی راشي نو په تاسو کې به هيڅوک د خير رسونکی نه وي، زما په امت کې به يوه ډله تر قيامته پورې فاتحه وي، هغوی ته به رسوا کوونکي هيڅ رنګه نقصان نشي رسولای تر دې چې قيامت راشي.

همدا وجه ده چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په شام کې د اوسيدا په اختيارولو وصيت کړی، ځکه چې له قيامت سره په نږدې زمانه کې به شام د اهل اسلام (مسلمانانو) قوي او مضبوط مرکز وي.

حضرت ابو الدرداء بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

د فتنو په ورځو کې به د مسلمانانو مرکز (غوطه) وي کوم چې د دمشق نامې ښار په يوه لوري کې ده او هغه د شام بهترين ښار دی ([7]).

(فسطاط) په اصل کې خيمې ته ويل کيږي او دلته ترې مراد د مسلمانانو مرکز او د هغوی د را جمع کيدا ځای دی، مسلمانان به په هغه لوی جنګ کې کوم به چې د مسلمانانو او د يهودو تر مينځ کيږي همدلته سره را جمع کيږي.

(غوطه) د يوه ښار نوم دی، کوم ته چې نن صبا غوطه دمشق ويل کيږي او دمشق يو مشهور ښار دی کوم چې نن صبا د سوريې (شام) دارالحکومت دی.

په حديث کې مذکور جنګ به يا د مهدي له ظهور د مخه کيږي يا به د مهدي په زمانه کې کيږي يا به په بله کومه زمانه کې کيږي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د شام په زمکه کې د اوسيدو ترغيب له دې امله ورکړی چې دا زمکه د محشر او د مؤمنانو مرکز دی، يوه صحابي له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  څخه مشوره وغوښته چې دی د کومې علاقې په لور هجرت وکړي او چيرته اوسيدل اختيار کړي؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  ورته د شام په لور د هجرت کولو او هلته د اوسيدا مشوره ورکړه.

حضرت بهز بن حکيم له خپل پلار څخه او هغه له خپل تره څخه روايت کوي چې هغه فرمايلي : ما عرض وکړ : يا رسول الله   صلی الله علیه وسلم  ما ته په کوم ځای کې د اوسيدو حکم کوې؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د شام لور ته اشاره وکړه او وې فرمايل : هلته ([8]).

د قيامت له راتلو د مخه به د مؤمنانو اکثريت هلته هجرت وکړي، بلکه هر مؤمن به هلته ولاړ شي.

حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما ويلي : يوه داسې زمانه به راشي چې هر مؤمن به د شام پر لور ولاړ شي ([9]).

۱۰۵ ۱۰۶ د مسلمانانو او روميانو تر مينځ يو لوی جنګ او د قسطنطنيه فتح

د مسلمانانو او رومي عيسايانو متعلق تاريخ له واقعاتو او حوادثو ډک دی، په هغه کې صلح هم شته او جنګ هم شته، د امن زمانه هم شته او د قتل زمانه هم شته، نن ورځ د مسلمانانو او عيسايانو تر مينځ له يوه بل سره تعلقات يقيني نه دي، دا په صلح او جنګ بدليدلای شي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی چې د قيامت له نښانو څخه د مسلمانانو او روميانو تر مينځ يو ډير لوی جنګ هم دی او دا جنګ به د مهدي له ظهور څخه د مخه وي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغه نوم (الملحمة الکبری) ياد کړی، مسلمانان به په دغه جنګ کې د فتحې له ترلاسه کولو وروسته د قسطنطنيه په لور پيش قدمي وکړي او هغه به هم فتح کړي او بيا به له دې وروسته دجال را ښکاره شي.

حضرت معاذ بن جبل  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

عمران بيت المقدس خراب يثرب وخراب يثرب خروج الملحمة وخروج الملحمة فتح قسطنطينية وفتح القسطنطينية خروج الدجال ([10]).

ژباړه :

د بيت المقدس آبادي په اصل کي د مدينې بربادي ده، مدينه چې برباده شي نو يو لوی جنګ به شروع شي، هغه جنګ به شروع شي چې قسطنطنيه به فتح شي او کله چې قسطنطنيه فتح شي نو بيا به ډير زر دجال را ښکاره شي.

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

تاسو خلک به له روميانو سره صلح وکړی، بيا به تاسو او هغه سره يو ځای شی او له خپل يوه دښمن سره به جنګ وکړی، تاسو به په دې جنګ کې فاتح او کامياب شی، د غنيمت مال به تر لاسه کړی او روغ جوړ به ياست، بيا به تاسو د جنګ له ميدان څخه واپس بيرته راشی، تر دې چې تاسو او عيسايان به په يوه ځای کې پړاو واچوی په کوم کې به چې شګې هم وي ([11]).

بيا به په عيسايانو کې يو کس صليب پورته کړي او وبه وايي چې صليب غالب شو، په دې به يو مسلمان په غصه شي او را به شي او صليب به ټوټه ټوټه کړي، په دې واقعه به عيسايان په غصه شي او د جنګ لپاره به جمع شي، ځينې راويانو دا بيان هم کړی چې په دغه وخت کې به مسلمانان هم په جوش کې راشي او له هغوی سره د جنګ کولو لپاره به ځان تيار کړي او الله تعالی به د مسلمانانو دغه ټولي ته شهادت نصيب کړي ([12]).

په صحيح مسلم کې د دغې واقعې تفصيل څه دارنګه دی، حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې عيسايان د اعماق يا دابق په مقام کې پړاو وا نه اچوي، دا ځای د حلب نامې ښار سره نږدې واقع دی، د جنګ ځای همدغه دی، له عيسايانو سره د مقابلې لپاره به له مدينې څخه يو لښکر روان شي کوم به چې د دغې زمانې په بهترينو خلکو مشتمل وي، هر کله چې دواړه لښکرې له يوه بل سره مخامخ شي نو عيسايان به ووايی: مونږ له هغو خلکو سره جنګ کوو کوم چې له مونږ څخه نيول شوي دي، د عيسايانو له دې خبرې معلوميږي چې د عيسايانو او مسلمانانو تر مينځ به له دې د مخه هم ډير جنګونه شوي وي، په کوم کې به چې مسلمانان فاتح شوي وي او عيسايان به يې قيديان نيولي وي او هغه قيديان به مسلمانان شوي وي او په دغه وخت کې به په اسلامي لښکر کې شامل وي او له عيسايانو سره د جهاد کولو لپاره به راغلي وي، مګر مسلمانان به ووايي: نه په الله قسم ! مونږ به هيڅکله خپل وروڼه تاسو ته د مقابلې کولو لپاره يواځې پرې نږدو، نو عيسايان به له مسلمانانو سره جنګ وکړي ( د مسلمانانو د لښکر دريمه برخه به ميدان پريږدي) الله تعالی به د دغو خلکو توبه هيڅکله هم قبوله نکړي، د دغه لښکر يو شمير خلک به جهاد وکړي او شهيدان به شي، دا خلک به د الله تعالی په نزد د افضل ترينو شهيدانو له جملې څخه وي، پاتې يو شمير خلک به په جنګ کې کاميابي تر لاسه کړي (د لښکر آخيري برخه خلک به فاتحين شي او د غنيمت مال به تر لاسه کړي) دا خلک به هيڅکله په فتنه کې مبتلا نشي، دا خلک به قسطنطنيه فتحه کړي او کله چې دغه خلک خپلې اسلحې د زيتونو په ونو پورې ځوړند کړي او د غنيمت مال تقسيموي نو شيطان به د هغوی مينځ ته راشي او آواز به وکړي : خلکو ! له تاسو وروسته مسيح دجال د ستاسو کورونو ته داخل شو (دی به په مسلمانانو باندې د ويرې خپريدل غواړي) د اسلامي لښکر فوځيان به له دې ځای څخه ووځي او هغوی به د دجال پر لوري ور روان شي، د شيطان دا خبره به غلطه وي، ليکن کله چې هغوی شام ته ورسيږي نو په رښتيا به مسيح دجال را ښکاره شوی وي.

په يوه بل روايت کې راغلي چې له روميانو سره له جنګ کولو وروسته به مسلمانانو ته د غنيمت مال د تقسيمولو موقع هم په لاس ور نشي او هغوی به له دجال سره د جنګ کولو لپاره تياری کوي، صفونه به تياروي چې د لمانځه وخت دی او په دې وخت کې به حضرت عيسی ابن مريم عليهما السلام نزول وکړي ([13]).

د يوه بل روايت مطابق د دغې غزا تفصيل

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

قيامت به په هغه وخت کې قايم شي کله چې د وراثت تقسيم ختم شي او د غنيمت مال د خلکو لپاره د کومې خوشحالي باعث جوړ نشي، بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د شام لور ته په لاس سره اشاره وکړه او وې فرمايل: د اسلام دښمنان به هلته د جنګ لپاره سره را ټول شي او مسلمانان به هم له هغوی سره د مقابلې کولو لپاره هلته را پورته شي، د حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  بيان ده چې له دښمن څخه مراد روميان دي، په دې وخت کې به د جنګ د شدت له امله ډير خلک د جنګ ميدان پريږدي او واپس به بيرته راشي او د مسلمانانو يو بهترين او با صلاحيته ټولی به تر مرګه د جنګ کولو له عزم سره مخ پر وړاندې درومي، دواړه لښکرې به تر ماښامه پورې مسلسل جنګ جاري وساتي، تر دې چې د دوی تر مينځ به شپه حائله شي او دواړه لښکرې به خپلو خپلو ځايونو ته واپس بيرته ولاړې شي او په دوی کې به يوه هم غالبه نشي او کوم خلک چې د مرګ په عزم جنګيدل هغه به ټول شهيدان شي، صبا ورځ به بيا د مسلمانانو د فوځيانو يو بهترين او با صلاحيته ټولی تر مرګه پورې د جنګ کولو له عزم سره مخ پر وړاندې درومي، دا ټولی به د دې خبرې عهد وکړي چې که دوی بيرته واپس کيږي نو دوی به په داسې حال کې واپس کيږي چې دوی به بريالي وي يا دا چې دوی به شهيدان وي، دواړه لښکرې به بيا تر ماښامه مسلسل جنګ کول جاري وساتي، مګر يوه ډله به هم په هغې بلې کاميابي تر لاسه نکړي او دواړه به خپلو خپلو ځايونو ته واپس ولاړې شي، کوم خلک چې تر مرګه پورې د جنګ کولو په عزم جنګيدل هغه به ټول شهيدان شي.

کله چې د جنګ بله ورځ راشي نو په دغه ورځ به مسلمانان په دښمن ډيره زر حمله وکړي ( له مختلفو ځايونو به مسلمانان سره را جمع شي او په دښمن به حمله وکړي) په دغه ورځ به الله تعالی کفارو ته شکست ورکړي او مسلمانان به دومره کفار ووژني چې تر دې د مخه يې کله هم دومره خونريزي نه وي ليدلې، تر دې چې يوه مرغۍ به له هغوی سره په خوا کې تيريږي او له يو څه تګ مخکې به را وغورځي او مړه به شي، د يوه پلار اولاد د کوم اولاد به چې له دغه جنګ څخه د مخه سل وي، له جنګ کولو وروسته به وګوري چې يواځې يو بچی يې پاته دی، نو په داسې صورتحال کې به د غنيمت مال څه خوشحالي پيدا کړي او د کومو خلکو تر مينځ به ميراث تقسيم کړی شي؟ په دې وخت کې به مسلمانان په داسې حالت کې وي چې دوی به د يوه لوی مصيبت خبر واوري، يو سړی به په زوره ووايي : خلکو ! دجال له تاسو وروسته د ستاسو کورونو ته راغی، د دې خبرې له آوريدو وروسته به هغوی هر څه پريږدي او د خپلو کورونو لور ته به متوجه شي او په فوري ډول به لس سپاره د جايزې اخستو لپاره وليږل شي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : ما ته د هغو سپرو نمونه، د هغوی د پلرو نمونه او د هغوی د آسونو رنګونه معلوم دي، په دې زمانه کې به هغوی د زمکې پر سر په بهترينو آسونو سپاره وي ([14]).

د دغه لوی جنګ لپاره د مسلمانانو د جمع کيدلو ځای به په (غوطه) کې د دمشق ښار وي، دا لښکر به په دې وخت کې د زمکې پر سر بهترين لښکر وي، الله تعالی به دې لښکر ته په عيسايانو غلبه او فتح نصيب کړي، حضرت ابوالدرداء  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

د دغه لوی جنګ په دوران کې به د مسلمانانو جنګي کيمپ د شام له بهترين ښار دمشق سره نږدې د (غوطه) په مقام کې وي ([15]).

د يوه بل روايت الفاظ داسې دي:

د دغه لوی جنګ په دوران کې به د مسلمانانو جنګي کيمپ د زمکې پر سر په يوه داسې ځای کې وي کوم ته چې (غوطه) ويل کيږي، دلته يو ښار دی د کوم نوم چې دمشق دی، په دغه وخت کې به دغه ځای د مسلمانانو د پړاو لپاره بهترين ځای وي ([16]).

له دې وروسته به اهل اسلام قسطنطنيه له جنګ کولو پرته د امام مهدي تر قيادت لاندې فتح کړي، په دغه وخت کې به د مسلمانانو اسلحه تکبير او تحميد وي.

په يوه حديث کې حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

آيا تاسو د يوه داسې ښار په باره کې آوريدلي د کوم چې يوه لوري ته وچه او بل لوري ته سمندر دی؟ صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ : هو ! د الله رسوله ! آوريدلي مو دي، بيا رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې د بنو اسحاق اويا زره خلک دغه ښار فتح نکړي، کله چې هغوی دلته راشي نو هغوی به دلته پړاو واچوي، هغوی به هيڅ رنګه اسلحه استعمال نکړي او نه به کوم غشی وار کړي، هغوی به بس دومره وايي لا اله الا الله والله اکبر نو د هغه يو لوری به فتح شي، ثور بن يزيد وايي: تر کومه ځايه چې ما ته معلومه ده نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل چې د سمندر لوری به يې فتح شي، بيا به ووايی لا اله الا الله والله اکبر نو د هغه بل لوری به هم فتح شي، بيا به په دريم ځل ووايي لا اله الا الله والله اکبر نو ښار به د هغوی لپاره خلاص شي او هغوی به ور داخل شي او غنيمت به جمع کړي، په دې وخت کې به هغوی مال جمع کوي چې يو آواز کونکی به آواز وکړي : خلکو ! دجال ظاهر شو، د دې په آوريدو به هغوی هر څه پريږدي او د خپلو کورونو لور ته به بيرته ستانه شی ([17]).

د دغه حديث په شرح کې امام نووي   رحمه الله د قاضي عياض   رحمه الله دا قول را نقل کړی چې د صحيح مسلم په ټولو نسخو کې د دغه لښکر نسبت بنو اسحاق ته شوې.

ځينې د علم خاوندانو دا هم ويلي چې ډير صحيح او محفوظ د بنو اسماعيل الفاظ دي او د حديث سباق او سياق هم په همدې دلالت کوي، ځکه چې د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  مقصود دا وه چې دا جنګ به عرب کوي او عرب بنو اسماعيل دي نه بنو اسحاق او له ښار څخه مراد قسطنطنيه ده.

يو بل شی کوم چې په دې دلالت کوي چې دغه لښکر به د عربو وي، يعنې بنو اسماعيل به وي هغه دا ده چې د حضرت ذو مخمر  رضی الله عنه  په حديث کې دغه ذکر موجود دی چې عيسايان به خپل يوه ملګري ته ووايي: مونږ د عربو په مقابله کې له تا سره يو، مګر وروسته به غداري وکړي او د جنګ کولو لپاره به سره را جمع شي، له دې الفاظو معلوميږي چې دا لوی جنګ به د عربو او عيسايانو تر مينځ وي.

د دغه باب له نورو احاديثو څخه هم په ظاهره دا معلوميږي چې کوم خلک په دغه عظيم جنګ کې برخه واخلي هغوی به قسطنطنيه هم فتح کوي او دا به عرب وي، د حضرت عمرو بن عوف  رضی الله عنه  په حديث کې همدې لور ته اشاره ده چې بيا به د هغوی لور ته د مسلمانانو بهترين خلک را ووځي کوم به چې اهل حجاز وي، له دې څخه هم ثابتيږي چې هغه به بنو اسماعيل وي نه بنو اسحاق (والله اعلم) ([18]).

[1]  – النساء، آية : ۱۵۹.

[2]  – مطلب دا چې حضرت عيسی  به له اسلام پرته بل دين به نه پريږدي، همدا شان عيسايانو ته به هم دا اجازه نه وي چې هغوی پر خپل دين باقي پاته شي، اګر که هغوی جزيه هم ورکوي.

[3]  – صحيح البخاری، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۴۸، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۵.

[4]  – شرح صحيح مسلم للامام النووي.

[5]  – المعجم الاوسط للطبرانی : ۷/ ۴۴۱، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۵/ ۳۶۶، حديث : ۲۲۹۲.

[6]  – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۱۹۲، وقال الترمذي : حديث حسن صحيح.

[7]  – مسند احمد : ۵/ ۱۹، وسنن ابې داؤد، الملاحم، حديث : ۴۲۹۸، وصححه الالبانی فی صحيح ابې داؤد.

[8]  – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۱۹۲، وقال : حديث حسن صحيح، وصححه الحاکم.

[9]  – المصنف لابن ابی شيبة موقوفا :۴/ ۲۱۷، ولايصحح مرفوعا، وهذاالاثر لا يقال من قبل الراي فله حکم الرفع، ولا باس باسناده موقوفا.

[10]  – سنن ابی داؤد، الملاحم، حديث : ۴۲۹۴، وحسنه الالبانی فی صحيح ابی داؤد، وقد تفرد به عبد الرحمن بن ثابت عن ابيه عن مکحول.

[11]  – يعنې په يوه لوړ ځای به پړاو واچوی، په اهل علمو کې داسې څوک نه دي پيدا شوي چې د دغه ځای تعين يې کړی وي، ظاهرا داسې معلوميږي چې دا ځای به (مرج دابق) وي، لکه څرنګه چې په يوه بل حديث کې راغلي په کوم کې چې نبي کريم  فرمايلي ( لن تقوم الساعة حتی ينزل الروم بالاعماق او بدابق) قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې عيسايان په اعماق يا دابق په مقام کې سره را جمع نشي، ( صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۷).

[12]  – سنن ابی داؤد، الملاحم، حديث : ۴۲۹۲، ۴۲۹۳، بسند صحيح.

[13] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۷.

[14]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۹، ومسند احمد :۱/ ۴۳۵.

[15]  – سنن ابی داؤد، الملاحم، حديث : ۴۲۹۸.

[16]  – مسند احمد :۵/ ۱۹۷، وسنن ابی داؤد، السنة، حديث : ۴۶۴۰، والمستدرک للحاکم : ۴/ ۴۸۶، واللفظ له وقال: صحيح الاسناد ووافقه الذهبي واقره المنذري.

[17]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۲۰.

[18]  – وګورئ اتحاف الجعة بما جاء فی الفتن والملاحم واشراط الساعة للشيخ حمود التوجيری :۱/ ۴۰۱.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button