د پاکستاني چارواکو په حواله ويل شوي چې دا چاودنې نن مازیګر په پاړچنار بازار کې هغه مهال وشوې چې خلکو د اختر لپاره سوداګانې اخیستې او په بازار کې زیاته ګڼه ګوڼه وه.
د چارواکو په وینا په دغو چاودنو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۸۰ زیات ټپيان دي، چې د ډیری ټپیانو حالت د اندیښنې وړ ده
د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه ندی اخیستی
دا پداسې حال کې ده چې نن ورځ د پاکستان په کوټه ښار کې د پولیسو په یوه مرکز هم خونړی برید وشو چې پکې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د کوټې د برید پړه جماعت الاحرار په نوم سختدریځې ډلې منلې ده
فرید افغان


















