سعودي چارواکي:” پر مکه معظمه مو ستر ترهګریز برید شنډ کړ.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو ویلي چې په مکه مکرمه یې د ستر برید مخنیوی کړی.

د کورنیو چارو وزارت ځانګړي استازي منصور ال ترکي ویلي چې څو تنو بريدګرو پلان درلود چې په مکه مکرمه بریدونه تر سره کړي خو د استخباراتي معلوماتو په اساس یې بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې له منځه وړي دي.

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزیر وایي یوولس کسان د هغې ودانۍ په نړېدو کې ټپیان شول چې غبرګو ځانمرګو بریدګرو پکې ځانونه وچول کړ. په ټپیانو کې پولیس هم شته.

د کورنیو چارو وزیر وویل، پنځه نور ” مشکوک ترهګر یې بندیان کړي هم دي چې ورڅخه تحقیقات ادامه لري.

دا پداسې حال کې ده چې تیر کال هم د چنګاښ پر ۱۵ (۵ جولای ۲۰۱۶) یو ځانمرګي بریدګر په مدینه منوره کې د مسجدنبوي سره نژدې چاودنه وکړه.‌ برید د موټرو تمځاي سره نژدې د ساتندویانو پر یوه مرکز وشو چې څلور ساتندویان پکې ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

. د سعودي عربستان امنیتي چارواکو ډاډ ورکړی چې ددوی امنیتي ادارې د ډاډمن امنیت لپاره شېبه په شېبه کار کوي او د نړۍ له ګوټ ګوټ مسلمانان کولی شي خپل عبادات په بېغمه زړه تر سره کړي.
.
د سعودي چارواکو له قوله د برید په هکله څیړنې روانې او تر تحقیقاتو وروسته به جوته شي چې بریدګر څوک ؤ او د چا په توسط تر دې ځایه رسیدلي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button