لیکنه: مولوی ضیاءالحق صدیق یار
وړوکی اختره ! څه مهال ، په کومه لاره او چاته راغلی يې ؟ اختره خبريې اوکه نه ؟ داسی مهال راغلی چه شهید جانان د لحد په غیږکې پروت دی ، روژه یی په خوله وه ، په مدرسه کی یی ترجمه او په مسجد کې یې امامت کولو ، خیاط ته یی د اختر لپاره جامې ورکړې وې او یوه ملګري یی تورپاج هم ورته اخیستی ؤ چې د اختر په ورځ يې له سر نه تاو کړي ؛ خوځوانیمرګ داسې مهال د شهادت مرمۍ وخوړه چه : روژه ماتي ته یوازې څوشیبې پاتې وې ، مقتدیانو يې د روژه ماتی ترتیب ورته نیولی ؤ ، خو خبر نه وو چه د مسجد زینت او ښکلا به یی د کوثرپه جام روژه ماتوي ! او له دوی نه به په وچوشنډوکوچیږي ؛ هو کی ! دومره وخت به هم نه وي چه خدای په امانی ورنه واخلي. اختره زموږ ترانګړه په کومه لار راغلې ؟ آیا په لارکې د زما د شهید جانان مزار ونه لید ؟ هغه ډبرې چه ترې تاو وې اوڅود ډرون دبم پارچې او د مټرسیکل سويې پرزې د ونه لیدلې ؟ هغه تورپاج د ونه لید چه د باروتو اور سوی ؤ ؟
ریښتیا وایه اختره ! هغه د زیارت ترڅنګ د هغه سويې غوښې ترسترګو نشوې ؟ هغه وړکی مزار چه پرې جوړ شوی ؤ؟ اختره ! زموږ ترکلي چه راتللې هغه د کلی خواکې د لویه غونډۍ ترسترګو نشوه ؛ هغه څومزارونه چه پرې جوړ ؤ ؟ هغه څو ماتې شناختې چه پرې ولاړې وې؟ اختره چاته راغلی يې پوهیږې؟ داسې کلي ته راغلې چه ځوانان نشته پکې ، ځوانان یې د شهادت له کاروان سره تللي ، کوم چه ترې پاتې دی هغه هم د شهادت په ارمان د غرولمنوته تللی او د اخترورځ یې په سنګرکې په نهره تیریږي ! هوکې اختره ! اوس یې هم روژه په خوله ده ، اختره داسې کلي ته راغلې چه د سپینسرې موراو باباجان نه د شهیدجانان ، د دوی د زړه ټوټې غم اوفراق ته هیرکړی یې ، اوس یې اوښکې د ګریوان په انګړکې دغم ترانې زمزمه کوي ، اختره ! داسې کلي ته راغلې چه د ملالو پېغلو مو نکریزې هیرې دي ، ورورجان یې شهید شوی ! د نکریزوپه ځای یې په لاسونو د وینوخالونه وهلي. هوکې اختره ! له ماشومانوموهم هیریې پلارجان یې شهید او د اخترلپاره یې څیرې ګریوان او سلګۍ تیارې کړې ، هوکې ! اوس ماته هغه تېراخترونه داسې را یادیږي چه د نیکمرغه کوچني اختر ورځ به وه له منبر نه به د مینې اوالفت پیغامونه ورکول کېدل ، د اخترپه سهاربه کلیوالود جومات په دننه کې یو بل ته غیږې ورکولې ، د مبارکۍ پیغامونه به یې سره بدرګه کول ، هوکې ! ځوانانوبه د مسجد د امام اود کلي د مشرانو لاسونه ښکلول ، د کلي ماشومانو به هم اختر په ځانګړو مراسمو سره لمانځلو او د اختر لپاره به یې (د نویو جامو ترڅنګ) په لاس کې د اختر لمانځلو په تکل یوه سپینه کڅوړه هم له ځان سره اخیستې وه او د (عید راوړئ) نارو به د کلي خړ پړ انګړ نورهم ښکلی کړی ؤ ، د کور انګړ به هم د اخترپه مناسبت ځانګړی کیف کولو ، د ملالو پېغلو ترڅنګ به د نکریزو کاسه ایښه وه او په ډیره مینه اولیوالتیا سره به یې د مومینانو د مور عائشه صدیقه سنت پرځای کول او په خپلونازکولاسونوبه یې د ګلانو قطارونه انځورول ، خو نن هغه د کلي د مسجد سهار د مراسموځای د شهید جانان د فاتحې اومرثیې مراسموخپل کړی ، ماشومان مو د اخترټولولو په وخت د شهید بابک د قبر تر څنګ د اوښکواوسلګیو د بهیرلاروي شول اود ملالۍ پېغلې ترڅنګ د نکریزوپرځای د شهیدجانان د تن په وینو سرې څو یادګاري د جامو ټوټی پرتې دي اوخپله تسلا ورباندې کوي هوکې ! د ورورک په ځای یوازې د هغه پاتې تصویرونو ته ناسته ده او د اوښکوقطاریې د سلګیوسره مل دی ، نور نواخترجانه تاته وایم ! داسې مهال د څنګه ولمانځو ؟ او بیا درته وایم ! په کوم مهال ، په کومه لاراوترچا راغلې ؟ هرکلی کربلا ده ، دلته هر وخت عاشوراء ده ؛ برات دی که روژه ده که اخترپه وینورنګ دی. زړګیه خدای د مل شه دلته نشته دیدنونه: پریوتي چینارونه دي ګودرپه وینو رنګ دی. { له اوښکوسره لیکل شوی}

















