تیره ورځ د سعودي په مشرۍ څلورو هغو عرب هیوادونو چې له قطر سره یې په ټولییز ډول اړیکې شلولې د کویټ په وساطت دې هیواد ته یو غوښتنلیک واستاؤ او ورسره یې د اړیکو دبیا رغولو پخاطر ۱۳ شرطونه کیښول.
چې په هغو کې د الجزیرې تلویزیون بندول، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پریکون، د ترکیې نظامي اډه له هیواد څخه ایستل، د ایران سره د اړیکو مقاطعه ،او سعودي ته د مطلوبو کسانو ورسپارل شامل ؤ.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وویل : چې هیواد یې د هیڅ ترهګرې ډلې ملاتړ نکوي او دا د یادو څلورو عرب هیوادونو بهانه بولي.
بلخوا الجزیرې تلوېزیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “پر دې سربېره چې د سیمې هېوادونو فشارونه پرې ډېر دي، الجزیره به خپلو مسلکي ژورنالیستي فعالیتونو ته دوام وکړي”.
الجزیره تلویزیون ځان خپلواک بولي او په وینا یې د بیان آزادي ته ژمن دي او په هیڅ هیواد کې دهیڅ ډلې حمایت او یا د چا پرضد د رسنیزو تبلیغاتو هوډ نلري.
د دې غوښتنلیک د رسنیز کیدو شیبه وروسته ترکیې هم خپل غبرګون وښووده د دې هیواد د دفاع وزیر فکري ایسیک په وینا چې د قطر اډه هم د ترکیې اړونده اډه ده او هم په قطر او سیمه کې د امنیت د ټینګولو دنده لري.
نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې ‹‹ترکیه په قطر کې د خپلې اډې په اړه د بیا غور پلان نه لري او د دې پوځي اډې د بندولو غوښتنه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د لاسوهنې په معنی ده››
د یادونې وړ ده چې قطر ته وخت ورکړ شوی چې یادې ۱۳ غوښتنې په لسو ورځو کې عملي کړي، کنه بیا به غوښتنلیک لغوه او د قطر پرضد به په نورو لارو چارو غور کیږي


















