د پاړه چنار په چاودنه کې د تلفاتو شمیره تر سلو پورته شوه

تیره ورځ د پاکستان دقبايلي سیمې کرمې ایجنسۍ دپاړه چنار سیمه کې خونړۍ چاودنه وشوه چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله .

چارواکي وایي د پاړه چنيار په سيمه كې د دوو جلا چاودنو په پايله كې شاوخوا ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ تنو زيات ټپيان دي.

پاکستاني چارواکي وایي د ټپيانو د انتقال په موخه یې سيمې ته دوه چورلكې استولې دي.

بلخوا تیره ورځ د بلوچستان د ايالت د كوېټې په ښار هم ورته چاودنه وشوه چې په چاودېدونكو موادو بار يو موټر د امنيې قومندانۍ ودانۍ ته نږدې منفجر شو .

د کوټې په برید کې د څو پولیسو په ګډون ۱۱ ووژل شو،او ۲۰ تنه ټپیان دي ويل كيږي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د یادو چاودنو پړه تر اوسه کومې وسلوالې.ډلې نده منلې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button