طالبانو شل تنه بندي عسکر ازاد کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۳)

وسله والو طالبانو د کوچني اختر په مناسبت او د خپل مشر د ځانګړي فرمان له مخې د ملي اردو شل تنه بندي عسکر ازاد کړل.

د ملي اردو دغه کسان د ياد ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د تېرې جمعې په ورځ خوشې شوي او د هغوی کورنيو ته سپارل شوي دي.

دغه عسکر د تيرو شپږو مياشتو په موده کې د طالبانو له لوري د ارزګان مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې د جګړو پر مهال نيول شوي و.

طالبانو تېره میاشت هم د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د خپل مشر په فرمان يوولس بندي عسکر خوشې کړل.

په تازه نشر کړې خبر پاڼه کې طالبانو ويلي، چې د روژي مبارکي په  لمړۍ لسیزه کې يې د خپل مشر هیبة الله اخندزاده په فرمان دکندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې ۶۲ تنه  اسیرعسکر اوپولیس  ازاد کړي دي.

ـ الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button