کابل کې څلور زره ليټره شراب نيول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۳)

د کابل امنيتي چارواکي وايي، چې په کابل کې يې تر حلور زره ليتره زيات شراب نيولي چې د پاکستان له خوا افغانستان ته وړل کېدل.

د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې د معينت وياند مهدي کاظمي وايي، قاچاق وړونکو غوښتل دغه مواد کابل ته انتقال کړي چې د پل چرخي په دروازه کې د پوليسو له لوري ونيول شول.

نوموړی زیاتوي، د پېښې سره په تړاو يې د پاکستاني په ګډون څلور کسان نيولي دي.

په داسې حال کې پوليس د شرابو د نيولو خبر ورکوي، چې د کابل په يو شمير هوټلونو او د لوړپوړيو چارواکو په میلمستونونو کې شراب په ازادانه ډول استعماليږي.

د کابل يوه اوسېدونکي کابل ټکی کام ته وويل، چې د شرابو او مخدره توکو په قاچاق او لېږد رالېږد کې دولتي چارواکي او امنيتي مسئولين له قاچاقبرانو سره لاس لري، نوموړی زیاتوي ښايي د کومې معاملې له مخې دغه کاروباريان جوړ نه وي راغلي او دولت نيولي وي.

په عين حال کې د کابل ښاريان وايي، چې جنايي جرمونه د هرې ورځې په تېريدلو سره زياتيږي، دغه راز له اختطافونو، غلاوو او موټر تښتونکو څخه سرټکوي چې د دوی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button