د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل به هېڅ ګټه ونکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له انټرفکس اژانس سره په خبرو کې ویلي ”افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو لېږل به د دې هېواد پر وضعیت هېڅ ډول اثر ونکړي. دا به یواځې اوسنی حکومت روان وساتي خو د افغانستان اصلي ستونزې به حل نه کړي“.
کابلوف ویلي چې یو لک سرتېرو جګړه ونه ګټله څلور زره یې هم نشي ګټلی ”موږ ویلي چې یو لک امریکايي سرتېرو او پنځوس زره د دوی د ملګرو سرتېرو مقابله ونشوه کړای، نو ۴۰۰۰ لا څه دي؟ دوی به څه وکړي؟ هېڅ به هم ونکړي“.

”دا هر څه ساختګي شوي دي، نو افغان حکومت چې [د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر] جان کېري په لاس جوړ شوی او [امریکا ولسمشر ډونالډ] ټرمپ ته په میراث کې پاتې شوی نشي کولای وضعیت اداره کړي“.
نوموړی وايي امریکا په افغانستان کې د اوسني حکومت د روان ساتلو لپاره د سرتېرو شمېر زیاتوي. ”نو د دې لپاره چې وضعیت خراب نه شي د سرتېرو شمېر زیاتېږي تر څو دا پروژه روانه وساتي“.
ضمیر کابلوف همدا راز په بله مرکه کې ویلي چې روسیه د طالبانو له دې غوښتنې چې بهرني ځواکونه دي له افغانستان نه ووځي، ملاتړ کوي.
د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپور شوي پیغام کې ویلي چې د افغانستان جګړه د بهرنیانو له لوري پيل شوې، درول او غځول یې هم په هغوی پوري اړه لري.

د طالبانو مشر وايي ”که تاسو دا فکر کوئ، چې په خپل نظامي حضور او د عسکرو په زیاتوالي سره به زموږ حوصلې ماتې کړئ، اشتباه کوئ“.
”هغوی چې پر افغانستان یې د امنیت د تأمین په پلمه برید کړی اوس یې له امله ټوله سیمه نا آرامه کړې، دا چې هغوی هرڅومره دلته د خپلو ځواکونو په پاتي کولو او یا هم زیاتولو ټینګار کوي هغومره به ورسره منطقوي حساسیت زیاتیږي او په نتیجه کې به یې د افغانستان په شمول ټوله سیمه نوره هم بې ثباته کیږي“.
څه موده وړاندې په رسنیو کې رپوټونه خپاره شول چې امریکا لږ تر لږه ۳۰۰۰-۵۰۰۰ پورې نور سرتېري افغانستان ته رالېږي. خو پنټاګون ویلي چې تر دې دمه د نورو سرتېرو د شمېر په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوي.
















