د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته رسیدلی

نوموړي افغانستان ته یې د سفر موخه، د سولې له پروسې سره مرسته، د سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پراختیا ښوودلې ده.

نوموړی په خپل دې سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره هم کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو په تداوم یی ټینګار کړی.
ټاکل شوې ده چې نوموړی به له اجرایه رئیس داکتر عبدالله، د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او له نورو افغان چارواکو سره هم وګوري.
ښایی چینایی خارجه وزیر له افغانستان وروسته پاکستان ته هم سفر وکړي.

د افغان چارواکو په وینا چین کولای شي په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې د سولې زمینه برابره کړي او د افغانستان په وده کې خپله ونډه واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button