ولایتي شورا: امنیتي مسؤلین دې په خوښه دندې پریږدي کنه په زور یې باسو

د هلمند ولایت یو شمیر مدني فعالان او د ولایتي شورا وکیلان د ځینو امنیتي چارواکو پرضد لاس یو کړی او غواړي له دې ولایت څخه یې بسترې ور بار کړي.
پدې مسؤلینو کې یو هم د هلمند د امنیې قوماندان آقانور کیتنوز دی چې هلمند میشتي په ټولو نا امنیو، او د مخدره توکو په قاچاق کې د نوموړي څرګند لاس بولي.
نوموړی په پراخ فساد او ځینې نورو سترو جرمونوو تورن دی.
د هلمند د ولایتي شورا وکیلانو چي یو شمېر ملکي اوو نظامي مسئولین يې د کابل بانک مخته د تر سره شوي برید په تړاو خپلي عمومي غونډې ته ورغوښتي وایي، د مسئولینو خبرې ورته د قناعت وړ نه وې او باید له دندو لېري شي.
د هلمند والي په یوه کنفرانس کي ویلي دي چې په دې اړه يې یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده او هر هغه څوک چې د برید په مخنیوي کې پاته راغلی وي له دندې به لېري شي.
د یادونې وړ ده چې تیر کال هم له کیتنوز سره د جبار قهرمان شخړه راغلې وه چې قهرمان نوموړی په اختلاس او د واک په محدودلو تورن کړی ؤ.
دې بحثونو پداسې حال کې زور اخیستی چې تیره ورځ طالبانو هلمند کې د کابل بانک مخې ته په یوه چاودنه کې لسګونه افغان عسکر مړه او ژوبل کړل،چې له هغه وروسته مدني فعالان او ولایتي شورا د دې ولایت د امنیتي مسؤلینو پرضد را وپاریدل .
د هلمند ولایتي شورا اخطار ورکړی چې یا دې نوموړي کسان پخپله خوښه دندې پریدي یا به یې دوی په زور دندې پریښودلو ته اړ کړي.



