جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دلمونځ مسائل (۴۶مه برخه) – د اخترونو لمونځ څه رکعته دى او طريقه يې څه دى ؟-

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 24, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
25
ځلې شریک شوی
316
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د اخترونو لمونځ څه رکعته دى او طريقه يې څه دى

پوښتنه : د اخترونو لمونځ څو رکعته دی او په څه طريقه سره کيږي؟

ځواب : د دواړو اخترونو لمونځ دوه دوه رکعته دی او د همدې دواړو لمنځونو لپاره آذان او تکبير نشته، اول دې داسې نيت وکړي چې زه د واړه اختر يا لوی اختر واجب لمونځ سره له شپږو زياتو تکبيرونو په دې امام پسې کوم، بيا به تکبير تحريمه ووايي او لاسونه به د نامه لاندې وتړي او ثناء به ووايي، بيا به دواړه لاسونه غوږونو ته پورته کړي تکبير به ووايي او لاسونه به ښکته ځوړند پريږدي، بيا به په دويم ځل لاسونه غوږونو ته پورته کړي تکبير به ووايي او لاسونه به ځوړند پريږدي، بيا به په دريم ځل لاسونه غوږونو ته پورته کړي تکبير به ووايي او لاسونه به د نامه لاندې وتړي، بيا به امام تعوذ، تسميه، سورت فاتحه او سورت ووايي او رکوع به وکړي، کله چې د دويم رکعت لپاره پورته شي نو امام به اول قرئت وکړي او چې له قرئت څخه فارغ شي نو به لاسونه غوږونو ته پورته کړي تکبير به ووايي او لاسونه به ځوړند پريږدي، بيا به غوږونو ته لاسونه پورته کړي او دويم تکبير به ووايي او لاسونه به ځوړند پريږدي، بيا به لاسونه غوږونو ته پورته کړي دريم تکبير به ووايي او لاسونه به ځوړند پريږدي، بيا به د لاسونو له پورته کيدو پرته تکبير ووايي او رکوع ته به ولاړ شي او له قاعدې سره سم به لمونځ پوره کړي!

بيا به امام پورته شي خطبه به وايي او ټولو خلکو ته په پټه خوله د خطبې آوريدل سنت دي، په اخترونو کې هم دوه خطبې دي او د دواړو په مينځ کې ناسته سنت ده ([1]).

په رمضان کې له يوه هيواد څخه بل هيواد ته تلونکى به اختر څه وخت کوي

پوښتنه : يو کس له سعودي نه واپس بيرته پاکستان ته راغى، هلته يې روژه دوه ورځې دمخه نيولې وه، اوس دلته اته ويشتمه روژه دى او د هغه ديرشمه دى، اوس نو دغه کس د سعودي مطابق اختر وکړي او که د پاکستان؟ همدا شان دغه کس خو له سعودي سره روژه نيولې او په کومه ورځ چې په سعودي کې اختر وي په هماغه ورځ دغه کس روژه نيولاى شي او که نه؟ د دغه کس دوه روژه کومې چې زياتې دي په څه کې شمارل کيژي؟.

ځواب : اختر به د هغه هيواد مطابق کوي په کوم کې چې موجود دى (مثلا پاکستان) مګر دا چې د هغه روژه پوره شوې دي نو دلته يې چې کومې روژه ونيولې هغه په نفلو کې شمارل کيژي ([2]).

په قبرستان (هديره) کې د اختر لمونځ څرنګه دى

پوښتنه : عيد ګاه له هديرې سره پيوسته جوړه شوې دى، کله چې عيد ګاه له لمونځ کونکو څخه ډکه شي نو خلک په هديره کې هم د لمانځه لپاره دريژي، نو د داسې صورت پښيدو له امله په هديره کې د لمانځه حکم څه دى؟.

ځواب : که د لمونځ کونکو مخته قبرونه وي نو لمونځ مکروه تحريمي دى ([3]).

د اختر کارډ، د اختر مبارکي او د اختر لپاره د نويو جامو د اهتمام حکم

پوښتنه : (١) د اختر کارډ ليژل څرنګه دي؟ له اختر دمخه د خط يا د کارډ ليژل روا دي او که ناروا؟.

(٢) د اختر په ورځ مبارکي ورکول شرعاً روا دي او که ناروا؟.

(٣) له اختر نه څو مياشتې وړاندې د جامو جوړول او اهتمام کول روا دي او که ناروا؟.

ځواب : (١) د اختر کارډ يا د خط په ذريعه د مبارکي ليژل نه مطلوب شرعي دي او نه ممنوع شرعي، بلکې مباح دي .

(٢) د اختر په ورځ يو چا ته مبارکي ورکول مستحب دي، په حديث سره ثابت دي.

(٣) د نويو جامو جوړول هم نه مطلوب دي او نه ممنوع دي ([4]).

د اختر په ورځ د غاړو ورکول رسم (رواج) دى

پوښتنه : آيا په اختر کې يوه او بل ته ورغاړې وتل بې اصله شى دى؟.

ځواب : په اختر کې معانقه کول يا د اختر له امله معانقه کول شرعي نه دي، بلکې محض يو رسم (رواج) دى ([5]).

د اخترونو اجتماعي دعا له خطبه دمخه بهتر دى

پوښتنه : د اخترونو اجتماعي دعا له خطبه مخه پکار دى او که له خطبه وروسته؟.

ځواب : د اخترونو اجتماعي دعا له لمانځه وروسته او له خطبه دمخه پکار دى، ځکه چې په احاديثو کې له لمانځه وروسته د دعا کولو ترغيب راغلى دى، لهذا د اختر لمونځ هم چونکه لمونځ دى، نو لهذا له لمانځه نه له فارغيدو وروسته د دعا موقع دى، له خطبه وروسته د دعا کولو هيڅ ثبوت نشته ([6]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٧ – ٥٨.

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٥٦، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٣٨٤، کتاب الصوم، مبحث في يوم الشک.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

([3]) فتاوى محموديه، ٨ : ٤١٢، بحواله : جامع الترمذي، ابواب الجنائز، باب کراهة الوطي والجلوس عليها، ج : ١، ص : ٢٠٣، عمدة القاري، کتاب الصلوة، باب هل ينبش قبور شرکى الجاهلية، ج : ٤، ص : ١٧٣.

([4]) فتاوى فريديه، ٣ : ٢٠٤، بحواله : الحاوي للفتاوى، ج : ١، ص : ٨٠ – ٨١، مبحث التهنئة بالعيد.

([5]) کفايت المفتي، ٣ : ٣٠٢، بحواله : ردالمحتار، کتاب الحظر والاباحة، باب الاستبراء، ج : ٦، ص : ٣٨١.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٤١٨، بحواله : المشکوة، ص : ١٢٥، المشکوة، ص : ٨٨، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٢٤٦.

([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٨.

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٥٦، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٣٨٤، کتاب الصوم، مبحث في يوم الشک.

([9]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٤١٩، بحواله : التنوير وشرحه، ج : ٢، ص : ١٦٩.

([10]) فتاوى محموديه، ٨ : ٤٤٣، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب العيدين، ج : ٢، ص : ١٧٤ – ١٧٥، الفتاوى العالمګيرية، ج : ١، ص : ١٥٠، کتاب الصلوة، الباب السابع عشر في صلاة العيدين.

([11]) فتاوى فريديه، ٣ : ٢٠٨، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ١، ص : ٦١٦، باب العيدين.

مخکینې مطلب

ولایتي شورا: امنیتي مسؤلین دې په خوښه دندې پریږدي کنه په زور یې باسو

بل مطلب

سترې محکمې سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com