د راپورونو په اساس ویل شوي چې د اختر په لمړۍ ورځ
د دې هیواد پنجاب ایالت د بهاولپور په احمدپور شرقیه سیمه کې په لویه لار باندې د تیلو د یوه ټانکر د چپه کیدو او اور اخیستنې له امله له سلو ډیر کسان وژل شوي.
دغه کسان په داسې حال کې وژل شوي چې له چپه شوي ټانکر څخه یې تیل ایستل .
پیښه په یوه لویه لار د تیلو د ټانکر د چپه کیدو او اور اخیستنې له کبله رامنځته شوه چې پکې ۱۲۳ کسان وژل شوي او له ۸۰ څخه ډیر کسان بیا سخت ټپي شوي دي.
د ژغورنې ځايي ډلې یو چارواکي رسنیو ته ویلي چې ځینې مړي له پیژندلو وتلي دي. په سیمه کې د ژغورنې عملیات ادامه لري او د اور وژنې ډلې وکولای شول چې اور مړ کړي.
په پاکستان کې د خرابو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې پامۍ له امله وخت نا وخت ترافیکي حادثې پیښیږي.
د نن ورځې په پیښه کې د ستر ځاني زیان سربیره دروند مالي زیان هم رسیدلی. درسنیو په وینا چې د اور لګیدنې له کبله ۶ موټر او ۱۲ موټر سیکل هم سوځیدلي.
د یادونې وړ ده چېپه ۲۰۱۵م کال کې لږ تر لږه ۶۲ کسان د پاکستان په جنوب کې هغه وخت ووژل شول چې د سپرلیو یو بس د تیلو له یو ټانکر سره ټکر وکړ.


















