اختر ته

عاکف مهاجر

د خوښيو ستر پیغامه راشه راشه
ستا کومه احترامه راشه راشه
خیر که يمه ټول پرهر پرهر اختره
د خوښۍ راوړه الهامه راشه راشه
خیر که یمه ببر سر څيرې ګريوانه
ستا راتګ ته صد سلامه راشه راشه
د سرور پیغام له ځانه سره راوړه
د غمجنو زړو ارامه راشه راشه
دلته هر کاله کې غم دی اړولي
خوښي راوړه ای ګلفامه راشه راشه
عاکف تاته انتظار کوي اختره
خفګان لرې کړه مدامه راشه راشه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button