یو امریکايي کارپوه او سیاسي فعال وايي چې د اشغال په مقابل کې د افغانانانو مقاومت په افغانستان کې د امریکا د بریا مخه نیولې ده.
د «ANSWER Coalition» په نوم سازمان کارپوه، ریچارډ بکر له رشیا ټوډې RT سره په خبرو کې ویلي ”په افغانستان کې د امریکايي اشغال په ضد د افغانانو مقاومت امریکا لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده او تر څو چې د افغانانو مقاومت روان وي د امریکا بریا ناشونې ده“.

نوموړی پر دې باور دی ”د اشغال پر وړاندې د افغانانو مقاومت د هغه څه د تر لاسه کولو په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی چې امریکا یې خپله بریا بولي“.
ریچارډ بکر ویلي ”ستونزه دا ده چې امریکا د افغانستان د اشغال او افغانانو باندې د بري موندلو هڅې کوي؛ خو د افغانستان د بحران حل دا دی چې امریکا دې له افغانستان نه ووځي“.
بکر ویلي ”… د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې – چې شاوخوا شپاړس کله یې کېږي ــ کې ستونزه دا حقیقت دی چې افغانان د پردیو اشغال نه مني“.
ریچارډ بکر RT ته ویلي ”په افغانستان کې د امریکا تګلارې ماتې خوړلې ده او اوس بېلابېلې بهانې لټوي. دوی نشي کولای بریا تر لاسه کړي نو ځکه بهانې کوي“.
په افغانستان کې له ۱۶ کلن نظامي شتون وروسته، امریکا د خپلې ناکامۍ لپاره ګڼې بهانې کړې دي.
د ریچارډ بکر په څېر ګڼ شمېر امریکايي کارپوهان وايي په افغانستان کې د امریکا تګلارې ماتې خوړلې ده.
♦ له افغانستان نه د امریکا وتل
د کارپوهانو په خبره، په افغانستان کې د امریکا شتون هغه څه دي چې افغانان یې جګړې ته مجبوره کړي دي. طالبانو تل ویلي تر څو چې په افغانستان کې بهرنیان وي؛ سوله ناشونې ده. همدا راز له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې لپاره د طالبانو مهم شرط دی.
روسیې هم د طالبانو له دې غوښتنې نه ملاتړ اعلان کړی دی چې امریکا باید له افغانستان نه ووځي.
د طالبانو مشر په خپل تازه پیغام کې ویلي:
”د مسئلې حل دا نه دی چې د کابل د بې کفایته ادارې په غوښتنه اشغال ته ادامه ورکړی بلکې تعقل دا دی چې د واقعیتونو په درک کولو سره خپلې جنګ غوښتنونکي پاليسۍ ته تغیر ورکړئ. د افغانستان برخلیک او دلته ټول مسائل تر افغانانو پوري اړه لري. افغان غیرتي ولس نه د چا فشار ته غاړه ږدي او نه هم د خپل هیواد په چارو کې د بل چا فرمایشات مني، هغوی ته د خپل هیواد استقلال او اسلامي نظام له ځانه هم ګران او مهم دی. د افغانانو په ټاټوبي کې به تاسي د یوې نیمې لسیزې موجودیت څخه درس اخیستی وي. لهذا غوره خبره دا ده چې نور مو د اشغال غځولو اشتباه ته دوام ورنکړئ. کله هم چي پر افغانستان ستاسي ناروا اشغال ختم شي اسلامي امارت ستاسي په شمول له ټولو ګاونډیانو او نړیوالو سره د اصولو په چوکاټ کي د رغنده تعامل او ښو اړیکو جامعه تګلاره لري. دلته د اسلامي امارت ددې تګلارې یادونه ضروري بولم چې نه د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کول غواړو او نه نور پریږدو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او همداراز نه چا ته اجازه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا په خلاف استعمال کړي“.


















