عزیر اسدخیل
ګرانو وروڼو!
په دې لیکنه کې مو څلوېښت لنډ حدیثونه له پښتو ژباړې سره راټول کړي دي، هیله ده چې ټول یې ولولئ او نورو ملګرو سره یې شریک کړئ، له ډېرو زیاتو اجرونو څخه به برخمن شئ.
اول باید د حدیثونو په اهمیت پوه شو، په دې اړه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
-مَنْ حَفِظَ عَلی اُمّتِيْ اَرْبَعِیْنَ حَدِیْثاً فِیْ اَمْرِ دِیْنِهاَ بَعَثَهُ اللهُ فَقِیْهاً وَ کُنْتُ لّهُ یَوْمَ الْقِیاَمَةِ شَاهِداً وَ شَهِیْداً ( ترمذی)
ژباړه:
هر څوک چې زما د امت د دیني فایدې لپاره څلوېښت حدیثونه جمع کړي، الله تبارک وتعالی به هغه سړی د قیامت په ورځ فقیه راپورته کړي، د قیامت په ورځ زه غواړم چې، دده شفاعت وکړم اوغواړم چې د هغه ګواه او شاهد شم.
الله اکبر!
ګرانو وروڼو!
دا چې څلوېښت حدیثونه یادول او خپرول دومره ستر اهمیت لري؛ نو تاسې ته پکار ده چې دا حدیثونه پخپله هم یاد کړئ، په خپلو ملګرو او کورنۍ یې هم یاد کړئ، دا حدیثونه ډیر لنډ دي، یادول یې ډېر آسانه دي، هیڅ مشکل کار نه ده:
بِسْمِ ٱللّٰهِ ٱلرَّحْمٰنِ ٱلرَّحِيم
۱: إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ. (بخاري و مسلم)
دعملو قبلېدل د نیت سره تعلق لري.
۲: اَلدِّیْنُ اَلنَّصِیْحَةُ. (مسلم)
دین د خیر غوښتنې نوم دی.
۳: اَمْلِکْ لِسَانَکَ. (ترمذي)
خپله ژبه وساته.
۴: مَنْ صَمَتَ نَجَا. (ترمذي)
څوک چې پټه خوله شو، هغه خلاص شو.
۵: اِذَا غَضِبَ اَحَدُکُمْ فَلْیَسْکُتْ. (طبراني)
له تاسې څخه چې هر څوک په غوسه شو، باید چې پټه خوله شي.
۶: مَنْ غَشَّ فَلَیْسَ مِنَّا. (مسلم)
هر چا چې فریب وکړ، هغه له مونږ څخه نه دی.
۷: اَلْحَیَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الاْیْمَانِ. (بخاري و مسلم)
حیا د ایمان یوه شعبه ده.
۸: اَلْغَیْبَةُ اَشَدُّ مِنَ الزِّناَ. (مشکوة)
غیبت کول تر زنا هم بد تر دی.
۹: زِنَا الْعَیْنِ الَنَّظَرُ. (مشکوة)
د سترګو زنا ناروا کتل دي.
۱۰: لاَ یَدْخُلُ الْجَنَّةُ مَنْ لاَّیَأْمَنُ جَارُهُ بَوَائِقَهُ. (مسلم)
هغه سړی به جنت ته داخل نشي چې، ګاونډي یې له ضرر څخه محفوظ نه وي.
۱۱: عَذَابُ الْقَبْرِ حَقٌّ. (بخاري)
د قبر عذاب حق دی.
۱۲: كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ. (ابوداود)
هر څه چې نشه راولي، حرام دي.
۱۳: مِفْتَاحُ الْجَنَّةِ اَلصَّلاَةِ وَ مِفْتَاحُ الصَّلاَةِ اَلْوُضُوْءُ. (ترمذي)
د جنت کیلي لمونځ دی او د لمانځه کیلي اودس دی.
۱۴: اَلسِّوَاكُ مُطَهِّرَةٌ لِلْفَمِّ وَ مَرْضَاةٌ لِّلرَّبِّ. (نسائي)
مسواک وهل د خولې د پاکۍ سبب دی او د الله جل جلاله د رضاء سبب ګرځي.
۱۵: أَفْضَلُ الأَعْمَالِ الْحُبُّ فِى اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِى اللَّه. (ابوداود)
ښه د عملو څخه دا دی چې، دوستي هم د الله تعالی لپاره وي او دښمني هم د الله تعالى لپاره وي.
۱۶: أَحَبُّ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ مَسَاجِدُهَا وَأَبْغَضُ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ أَسْوَاقُهَا. (مسلم)
ډیر خوښ د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد مسجدونه دي او ناخوښه د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد بازارونه دي.
۱۷: مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلَّهِ تَعَالَى بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِى الْجَنَّةِ. (بخاري و مسلم)
هر چا چې د الله جل جلاله د رضاء لپاره مسجد جوړ کړ، الله جل جلاله به دده لپاره په جنت کې ځای جوړ کړي.
۱۸: إِذَا جَاءَ أَحَدُكُمْ إِلَى الْجُمُعَةِ فَلْيَغْتَسِلْ. (بخاري و مسلم)
څه وخت چې یو ستاسې څخه جمعه پیدا کړي، باید غسل وکړي (یعني د جمعې په ورځ غسل وکړي).
۱۹: اَلصَّلَوَاتُ الْخَمْسِ يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا. (مسلم)
د پنځو لمونځو په کولو سره الله جل جلاله ګناهونه بخښي.
۲۰: صَلُّوْا الصَّلاَةَ لِوَقْتِهَا. (مسلم)
لمونځ پر خپل ټاکلي وخت باندې آدا کړئ.
۲۱: إِذَا سَجَدْتَّ فَضَعْ كَفَّيْكَ وَارْفَعْ مِرْفَقَيْكَ. (مسلم)
څه وخت چې تاسې سجده کوۍ، خپل ورغوی (لاسونه) پر ځمکه کښيږدئ او خپل بازوګان له ځمکې څخه پور ته کړئ.
۲۲: الَّذِى تَفُوتُهُ صَلاَةُ الْعَصْرِ كَأَنَّمَا وُتِرَ أَهْلَهُ وَمَالَهُ. (بخاري و مسلم)
له هر چا څخه چې د مازیګر لمونځ قضا شو؛ نو لکه مال او اولاد چې یې برباد شو.
۲۳: مَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزَارِ فَفِي النَّارِ. (بخاري و مسلم)
هر چا لنګ یا پایڅې چې تر ښنګرو ښکته وي، هغه حصه د بدن به یې دوزخ ته ولاړه شي.
۲۴: لاَ تَدْخُلُ الْمَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ. (بخاري و مسلم)
ملائکې هغه کور او خونې ته نه داخلیږي چې، په هغه کې سپی یا عکسونه وي.
۲۵: إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كاَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ. (ابوداود)
د حسد او بغض څخه تيښته وکړئ ځکه چې، حسد او بغض نیکي داسې خوري لکه اور چې بوټي خوري.
۲۶: لاَ يَدْخُلُ الْجَنّةَ خِبٌ وَلاَ بَخِيْلٌ وَلاَ مَنَّانٌ. (ترمذي)
فريب کاره، بخیل، او هغه څوک چې د خپل احسان پر بل چا اچوي، جنت ته به داخل نه شي.
۲۷: سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوْقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ. (بخاري و مسلم)
مسلمان لره نالائقه وینا لویه ګناه او په ناحقه وژل د کفر سره برابر ده.
۲۸: الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ. (بخاري)
کامل مسلمان هغه څوک دی چې، هغه له ژبې او لاس څخه مسلمانان په امن کې وي.
۲۹: لاَ إِيْمَانَ لِمَنْ لاَ أَمَانَةَ لَهُ وَلاَ دِيْنَ لِمَنْ لاَ عَهْدَ لَهُ. (بیهقي)
ایمان نشته هغه چا لره چې، امانتداره نه وي او کامل دینداره نه وي،هغه څوک چې پر خپله وعده وفا نه کوي. (له ایمان څخه مراد کامل ایمان دی).
۳۰: آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ. (بخاري و مسلم)
د منافق درې علامې دي: څه وخت چې خبرې کوي درواغ وایي او څه وخت چې وعده وکړي، وفا پرې نه کوي (وعده خلافي کوي) او په امانت کې خیانت کوي.
۳۱: خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ. (بخاري و مسلم)
تاسې څخه ښه سړی هغه څوک دی چې، قرآن زده کړي او نورو ته یې هم ور زده کړي.
۳۲: ارْحَمُوا أَهْلَ الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ. (ترمذي ابوداود)
تاسې رحم کوئ پر هغه چا چې په ځمکه کې دی، پر تاسې به رحم وکړي هغه (الله جل جلاله) چې، په اسمان کې دی.
۳۳: لَقِّنُوا مَوْتَاكُمْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ. (مسلم)
خپلو مړو لره (هغه کسانو ته چې د ځنکدن شیبې یې وي) تلقین ورکوئ په کلمه سره د لااله الا الله محمد رسول الله.
۳۴: لاَ تَسُبُّوا الأَمْوَاتَ فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا. (بخاري)
خپلو مړو ته ښکنځل بد ویل مه کوئ ځکه چې، دوی رسیدلي دي هغه ته چې مخکې یې استولي وه (د خپل عمل جزا ته رسیدلي دي).
۳۵: لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ. (بخاري و مسلم)
تاسې څخه هیڅ سړی کامل مؤمن نشي کیدای، تر څو چې ده لره زما محبت تر خپل مور، پلار، اولاد او تر ټولو خلکو ډیر نشي.
۳۶: اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ. (بخاري)
انسان به د قیامت په ورځ د هغه چا سره ملګری وي چې، په دنیا کې یې د هغه سره محبت درلود.
۳۷: كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ، أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ. (بخاري)
په دنیا کې د مسافر او د لارې تیریدونکي په څېر ګذاره کوه.
۳۸: اَلجَنّةْ تَحْتَ اقْداَمِ الْاُمَّهاَتِ. (مسلم)
جنت د میندو تر قدمو لاندې دی.
۳۹: يُسَلِّمُ الصَّغِيرُ عَلَى الْكَبِيرِ وَالْمَارُّ عَلَى الْقَاعِدِ وَالْقَلِيلُ عَلَى الْكَثِيرِ. (بخاري)
سلام دې وایي کشر و مشر ته او تلونکی (روان) و ناست ته او لږ کسان و ډیرو ته.
۴۰: إِنَّ اللَّهَ لاَ يَنْظُرُ إِلَى أَجْسَادِكُمْ وَلاَ إِلَى صُوَرِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ. (مسلم)
الله تبارک و تعالی ستاسې صورتونو او مالونو ته نه ګوري بلکي، الله تعالی ستاسې زړونو او عملونو ته ګوري.


















