د امریکایی پوځ لوی درستیز جوزف ډنفورډ افغانستان ته راغی

د راپورونو په اساس ډنفورډ د یو لړ مهمو مسایلو په خاطر نن کابل ته را ورسیده.
ویل کیږي نوموړی د یو لړ سلامشورو پخاطر چې له خپلو میشتو عسکرو، او ځینې افغان چارواکو سره به یې ترسره کړي راغلی دی.
نوموړی په داسې حساس وخت کې راغلی چې افغانستان کې یوځل بیا د امریکایی عسکرو د وژل کیدو لړۍ ګرمه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ د افغانستان په هکله د خپل هیواد د پوځي تګلاري بشپړ واک د دې هیواد دفاع وزیر جیمز متیس (لیوني سپي) ته ورکړی، تر څو د افغانستان مسئله له هره اړخه وڅیړي او بیا د عسکرو د استولو او پریښودلو پریکړه دوی ته وسپاري.
امریکایي پوځ پداسې حال کې د خپلو لوړ پوړو دیپلوماتانو را لیږل ګړندي کړي چې له یوې خوا په افغانستان کې میشت امریکایی قوماندان جنرال نیکولسن د عسکرو د زیاتیدو غوښتنه کړې،بلخوا د کانګرس ډیری غړي د افغان جګړې د تداوم مخالف دي او حکومت یې د اضافي سرتیرو نه استولو ته مجبور کړی دی.
بلخوا طالبانو هم په اختریز پیغام کې امریکا او د هغوی متحدین ګواښلي چې که چیرته یې د عسکرو د زیاتیدو احمقانه پریکړه وکړه افغان مجاهد ولس به یې له سختو تهاجمي بریدونو لاندې به یې ونیسي، او هیڅ رحم به پرې ونکړي



