(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۷)
د راپورونو پر اساس د استراليا هېواد د مونت ګامبير په ښار کې د دغه هېواد يوې الوتکې سقوط کړی، چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي.
د دغه ښار امنيتي مسئولين وايي، الوتکه د سوتون ټون په سيمه کې په کرنیزه ځمکه کې لوېدلې ده.
پوليس وايي، نکسوره شوې توباګو ډوله يو ماشينه الوتکه وه، چې درې کسان پکې سپاره وه او دريواړو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د دغه هېواد د ټرانسپورت اداره وايي د الوتکې د لوېدو په اړه يې څېړنه پيل کړې ده.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم د دغه هېواد يوه الوتکه نسکوره شوې وه، چې پکې څلور تنه وژل شوي و.
-الماس خدرخېل-


















