(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۷)
يو امريکايي چې ۳۲ کاله مخکې د ارکانزاس ولايت له زندانه تښتېدلی و بيرته د پوليسو له لوري ونيول شو.
نوموړی ستيون ديشمن نومېږي چې په ۱۹۸۵م کال کې د غلا په جرم نيول شوی و او اوس يې عمر ۶۰ کاله دی.
دغه بندي ته په ۱۹۸۴م کال کې د اوو کلونو د بند سزا واورول شوه او دی له زندانه وتښتېد.
د دغه زندان مسئولين وايي، چې ديشمن بايد په زندان کې د بند پاتې مودې د تېرولو سربيره څو نور کلونه هم له زندانه د تښتېدو په جرم تير کړي.
له دغه زندانه څلور نور بنديان هم تښتېدلي چې پوليس يې لا هم د موندلو په لټه کې دي.
-الماس خدرخېل-


















