د اختریزو رخصتیو څخه په استفادې ډیری لوړ پوړي چارواکي بهر ته تللي او په مختلفو هیوادونو کې د خپل کاروبار او سیاحت لپاره داشپې ورځې تیروي.
بلخوا راپورونه وایي چې جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق او د بلخ والي عطا محمد نور په ترکیه کې سره لیدلي او په یو لړ مهمو کارونو یې سلامشورې او توافقات کړي .
ترکیې ته دوه افغان چارواکي محمد محقق اوجنرال دوستم له پخوا تللي ؤ، چې دوستم له میاشتو راهیسې په ترکیه کې جلا وطنه دی او د مرستیال ولسمشرۍ دنده یې هم پرې ایښې ده.
د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رييس عنایت الله بابر فرهمند د یادو مشرانو د لیدنو کتنو خبر تائید کړی او په وینا یې عطا محمد نور ترکې ته د یو لړ سلا مشورو ،او د دوستم د ځوی باتور دوستم د کوژدې په مراسمو کې د برخې اخیستو لپاره تللی دی.
بلخوا بشیراحمد ته ینج، چې د دوستم دګوند پیژندل شوې څیره ده ویلي چې په لنډ وخت کې به له خلکو سره یو مثبت، مهم او اغېزناک خبر شریک کړي.
داپداسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې باتوردوستم په مزارشریف کې د عطانور سره کتلي ؤ.
د یادونې وړ ده چې د دوستم له تبعید وروسته د هغه پځای د “جنبش ملی نوین“ په نامه یوه ګوند چې دجوزجان پخواني والي او د دوستم مخالفه څیره احمدایشجي یې هم له مشرانو څخه ده په فعالیت پیل وکړ.
ښایی دوستم، نور او محقق د حکومت په مقابل کې د ستر اپوزیسیون په څیر نوی ایتلاف رامنځته کړي .
دیادونې وړ ده چې داختر په ورځ عطانور دګډحکومت مشر اشرف غني ته د خطرناکو لایونونو خبرداری ورکړی ؤ.
ویل کیږي چې د شمال ټلوالې مشران اوس پدې هڅه کې دي چې خپل منځي اتحاد رامنځته کړي تر څو د حکومت پرضد له قوي دریځ څخه کار واخلي.
د شنونکو په آند که د حزب اسلامي په شتون کې جنبش او جمعیت ګوندونو اتحاد وکړي ښایی یوځل بیا کورنیو جګړو ته پیلامه وګرځي چې ښایی حکومت ته به هم خطرناک عواقب ولري.


















