بمي چاودنې ۳ پوليس وژلي ۲ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۷)

په فراه ولايت کې د دوه پرلپسې چاودنو پر مهال ۳ پوليس وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان دي.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري پېښه تائيدوي او وايي چې چاودنې سهار مهال د دغه ښار د مهاجرينو ښارګوټي کې د پوليسو د ګزمې پر موټر ترسره شوي، چې له امله يې درې پوليس وژل شوي دي.

بل پلو د فراه د امنيې قومندانۍ د امنیت امر ګلبهار مجاهد بيا وايي، لومړۍ چاودنه پر يو د ځاي پرځای شوي ماين له امله وشوه او زياتوي دوهمه چاودنه د لومړني ټپي پوليس د لېږد پر رينجر موټر شوې ده.

په دواړو چاودنو کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

تر دې دمه د يادو دواړو چاودنو مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو وسله وال طالبان وخت ناوخت پر پوليسو او امنيتي کارمندانو د سړک د غاړې او چسپکي ماين چاودنې ترسره کوي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button