ښایی راشد خان د انګلستان په لوبو کې هم واخستل شي

د راپورونو په اساس ویل شوي چې افغان تکړه لوبغاړی راشد خان د آی پي ال، څخه وروسته د برتانیا د انګلش کاونټي سیالیو کې هم واخستل شي.

له انګلستان څخه خپریدونکې ډیلې میل ورځپاڼې له قوله چې راشد ته به په انګلستان کې د ویزې اخیستل ستره ننګونه وي ،ځکه د برتانیا د کورنيو چارو وزارت د انګلش په کاونټۍ کې د هر لوبېدونکي بهرني لوبغاړي سوابق پلټي او بیا ورته د ویزې ورکولو او نه ورکولو پرېکړه کوي. که ویزه ورکړل شوه نو راشد خان به په ۲۰۱۸ کال کې په دغو سیالیو کې ولوبیږي.

د یادونې وړ ده چې برتانیا په یادو لوبو کې هر بهرني ته د “غوره لوبغاړي” ویزه ورکوي چې تګ راتګ او سفر ورته اسانه وي، خو د سوابقو پلټل یې د ویزې مهم شرط بلل کیږي.
نوموړی یواځینی افغان لوبغاړی دی چې د ویست انډیز پر وړاندې یې په یوه ورځینۍ لوبه کې د ۱۸ منډو په ورکولو سره اووه لوبغاړي وسوځول.
د یادونې وړ ده چې د راشد د پیریدلو غوښتنه د برتانیا څو لوبډلو کړې خو د لوبډلو نومونه لا معلوم نه دي.

د فرانس فرس آژانس له قوله پدې تجارتي لوبډلو کې د لومړۍ درجې لوبغاړي لوبیږي چې افغانستان یې تازه بشپړ غړی شوی.
تر اوسه افغان کرکټ بورډ او راشدخان د برتانیا په لیګ کې د ګډون په اړه څه ندي ویلي.

راشد خان تر اوسه پورې په ۲۹ یوه ورځینو لوبو کې ۶۳ لوبغاړي او په ۲۷ شل اوریزو لوبو کې ۴۲ لوبغاړي سوځولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button