(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۸)
ټاکل شوې ده، چې نن پنج شنبه د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزيرانو ګډه غونډه کې د افغانستان د غوڅ ملاتړ ماموريت او د افغانستان د امنيت په اړه بحث وشيږ
د ناټو دغې غونډې ته د افغانستان د غوڅ ملاتړ ماموريت د عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن سربيره د دفاع سرپرست وزير جنرال طارق شاه بهرامي هم رسېدلی دی.

له يادې غونډې مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امريکا سي اين بي سي تلويزيون ته وويل، په دې ناسته کې به افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو په برخه کې وروستۍ پريکړه ونه شي، بلکې په افغانستان کې د ځواکونو د څرګند شمېر په اړه خبرې کېږي.
هغه زياته کړه، په غونډه کې به ډیر ټينګار د افغان کومانډو ځواکونو پر روزنه، د افغان هوايي ځواکونو په پياوړتيا خبرې وشي.
هغه وايي، يواځې په افغانستان کې د پاتې کېدو پر لاروچارو فکر نه کوي او په خبره يې چې دغه هېواد کې خپل ځواکونه وساتي او هلته خپل حضور پراخه کړي.
سټولټنبرګ پرون خبريالانو ته وويل، چې سبا به افغانستان ته د ناټو ځواکونو د لېږلو د مشخص شمېر په اړه معلومات درکړم.

که څه هم نوموړی وايي، د ناټو راتلونکی ماموريت جنګي نه وي يواځې افغان ځواکونو ته به سلامشورې او روزنه ورکوي، خو دا چې وسله والو مخالفينو د افغانستان په نيمه خاوره حاکميت ټينګ کړی ښايي ناټو يو ځل بيا په جګړه کې ښکېل شي.
په عين حال کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، د دفاع سرپرست وزیر به د ملي اردو د سمبالتیا لپاره هغه طرحې چې د ده په وینا ډېر کار پرې شوی د بروکسل په ناسته کې شریکې کړي.
د بهرنیو ځواکونو د شمېر زیاتوالی، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان غوښتنه وه. هغه د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره د پنځو زرو ډېرو سرتېرو غوښتنه کړې وه.
اوسمهال د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورو له پاره د «قاطع ملاتړ» نومې ماموریت په چوکاټ کې د ناټو شاوخوا ۱۳۶۰۰ عسکر په افغانستان کې میشت دي.
-الماس خدرخېل

















