(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ چنګاښ)
ملګري ملتونه وايي، د سوريې په الرقه ښار کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف ځواکونو د تېرې يوې مياشتې په موده کې ۱۷۳ ولسي وګړي وژلي دي.
د ملګروملتونو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جون مياشتې له لومړۍ نيټې راورسته د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د م-م د بشري حقونو يو لوړرتبه چارواکي رعدالحسين په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په الرقه ښار کې هوايي او ځمکني عمليات زیات شوي، چې ورسره شاوخوا د سل زره ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ شوی دی.
نوموړي د ټپيانو د شمېر په هکله څه نه دي ويلي، خو ګمان کېږي چې د هغوی شمير له وژل شويو نه هم زيات وي.
نوموړي په دغه ښار کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په جګړه کې يې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
د سوریې په شمال کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د الرقې د زاړه ښار څو کیلو مترۍ ته ور نږدې شوي دي چې له داعش نومې ډلې یې ونیسي.
په دغه ښار کې داعش وسله وال او ګډ ځواکونه د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کوي، چې تر اوسه پکې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لکونه نور کډوال شوي دي.
-الماس خدرخېل-

















