افغان ترجمانان چې له امریکایانو سره یې د ګډ ماموریت په ترڅ کې ډیرې لوړې ژورې ګاللې اوس د خپل امنیت د خوندیتابه پخاطر روزانه په کابل کې د دې هیواد د سفارت په خوا کې د ویزې اخیستلو پخاطر بې دریغه شیبې شماري.
د امریکا متحده ایالتونو د سنا مجلس د وسله والو خدماتو کمیسیون د جون ۲۸ مه د چار شنبې په ورځ د هغه افغانانو لپاره چې امریکايي ځواکونو سره د مرستندویانو په توګه یې کار کاوه او لا یې هم کوي او ژوند يي په خطر کې وي ۴۰۰۰ ویزې تصویب کړې.
د امریکا کانګریس په یاده مسوده اوس کار کوي چې تر نهایی کیدو وروسته به یې ټرمپ ته د تصویب پخاطر واستوي.
دیادونې وړ ده چې افغانان ترجمانانو ته دا ویزې د ځانګړي مهاجرت پروګرام په چوکاټ کې ورکول کیږي.
افغان امریکایی کاروباریانو ته د ۴۰۰۰ ویزو دا لړۍ داسې مهال پیلیږي چې د امریکا ولسمشر ټرامپ هیواد ته د مهاجرو په راننوتو د بندیزونو د لګولو په هڅه کې دی
په کابل کې د امریکا سفارت د روان کال د مارچ په میاشت کې د افغانانو لپاره مهاجرت د ځانګړي پروګرام په چوکاټ کې د ژباړونکو او مرستندویانو سره د مصاحبو بهیر ودراوو او اعلان یې وکړ چې د ټاکل شوي رقم نه يي ډیر زیات وړاندیزونه ترلاسه کړي دي. خو د اپریل په میاشت کې بیا د امریکا د مشرانو او ولسي جرګو ۲۵۰۰ نوې ویزې تصویب کړې.
د امریکایی چارواکو افغان استخباراتي کسان او ترجمانان چې شمیر یې له زرګونو اوړي هیله لري چې اروپایی هیوادونه او امریکا ورته د مهاجرت ویزې ورکړي

















