هند: زرګونه کسانو لاريون وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ)

د هندوستان په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسان واټونو ته راووتل او د هغه کسانو پر ضد يې لاريون وکړ، چې پر مسلمانانو پر بريدونو او حملو کې لاس لري.

دغه لاريون وروسته له هغه پیل شو، چې يو مسلمان ځوان په يو ريل ګاډي کې د چړو په ګذارونو شهيد کړای شو.

8cbe4973d06042ca81819fddd9dbd81d_18
لاريون کوونکي

د هند په نوي ډيلي کې له دوه زره زيات لاريون کوونکي راټول شوي و او د مسلمانانو پر وړاندې د تاوريخوالي د له منځه وړلو غوښتنه يې کوله.

لاريون کوونکو د نريندرا مودي د توکمپال حکومت پر ضد شعارونه ورکول او ويل يې چې حکومت د مسلمانانو پرضد د راولاړ شوي تاوتريخوالي په اړه چوپه خوله دی.

د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي، له ۲۰۱۵م کال راهيسي له کله نه چې د مودي ګوند واک ته رسېدلی تر دې مهاله له لسو زيات مسلمانان د افراطي هندوانو له لوري وژل شوي دي.bengaluru-hindustan-lynching-against-support-protest-campaign_2d0ccd42-5c03-11e7-9d38-39c470df081e

د نوي ډيلي سربيره په بنګلور، ممبي، کلکته او شمير نورو ښارونو کې هم لارويونونه وشول.

دا چې هندوان غوايانو او غواګانو ته د مور په نظر ګوري او د هغوی دفاع کوي، د غوښې د خوړو په خاطر يې پر مسلمانانو بریدونه کوي. په دې وروستيو کې د هند په يو شمير سيمو کې پر مسلمانانو د غوا پر حلالېدو بنديز لګول شوی دی.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button