دلمونځ مسائل (۴۷مه برخه) – په غلا شوې جامه کې لمونځ مکروه تحريمي دى-

په غلا شوې جامه کې لمونځ مکروه تحريمي دى

پوښتنه : زيد يو دسمال اخيستى دى، او زيد ته دا نه ده معلومه چې دا د غلا مال دى، له اخيستو څو ورځې وروسته ښکاره معلومه شوه چې دا دسمال د غلا له مالونو څخه دى، زيد په همدغه دسمال تر دا وخته پورې لمونځ کوي، له خبريدو وروسته هم، د شرعې له مخې د هغه لمونځ څرنګه دى؟.

ځواب : له خبريدا وروسته په دغه دسمال کې لمونځ کول مکروه تحريمي دي او دا لمونځ واجب دالاعاده دى ([1]).

په جومات کې د لګيدليو شيشو پر وړاندې لمونځ کول

پوښتنه : په زياتره جوماتونو کې د شيشو کړکۍ او دروازې وي، په کومو کې چې لمونځ کونکى خپل عکس ويني، پوښتنه دا ده چې په دې سره د لمونځ کونکي په لمانځه کې کوم فرق راځي او که نه؟.

ځواب : که چيرته په دې سره د لمونځ کونکي توجه بدليژي نو مکروه دى، که داسې نه وي بيا نه دى مکروه ([2]).

د اودس ماتيدو با وجود د لمانځه جاري ساتل

پوښتنه : که د يوه سړي د لمانځه کولو په وخت کې اودس مات شي، مګر د سستيا يا شرم له امله لمونځ جاري وساتي نو د داسې کس لپاره شرعي حکم څه دى؟ يو شمير حضرات د کفر حکم کوي آيا دا صحي دى؟.

ځواب : د داسې کس لپاره د کفر حکم لګول صحي نه دي، ځکه کفر په هغه صورت کې دى چې کله د استهزاء يا استخفاف له امله داسې وکړى شي او دلته د شرم يا سستيا له امله بې اودسه لمونځ شوى دى، او دا کار اګر که انتهائي غلط کار دى مګر د کفر موجب نه دى ([3]).

که په لمانځه کې ور په ياد شول چې غټه استنجاء يې نه ده کړې

پوښتنه : که د يوه سړي غټه استنجاء کول هير شول او په لمانځه کې ور په ياد شول نو څه کول پکار دي؟.

ځواب : تر څو پورې چې نجاست له مخرج نجاست نه متجاوز نه وي نو استنجاء سنت دى، کله چې له مخرج څخه تجاوز وکړي او د درهم په اندازه وي نو په اوبو يې ليرې کول واجب دي، او کله چې د درهم له اندازې څخه هم تجاوز وکړي نو په اوبو سره د هغه پريمنځل فرض دي، دا درى صورتونه شول، په لومړي صورت کې دې لمونځ پوره کړي او بس، په دويم صورت کې دې لمونځ پوره کړي او د استنجاء له کولو وروسته دې را وګرځوي، او په دريم صورت کې د لمانځه شروع کول صحي نه دي، لهذا لمونځ دې مات کړي، استنجاء دې وکړي او نوي سره دې لمونځ وکړي ([4]).

په لمانځه کې بار بار ژيرې ته د لاس ور وړلو حکم

پوښتنه : يو کس بلا اختياره په لمانځه کې خپل لاس په ژيره باندې وهي، آيا په دې سره لمونځ فاسديژي؟.

ځواب : که چيرته يو کس په يوه رکن کې په يوه لاس درى ځلې دا کار وکړي نو لمونځ يې فاسديژي ([5]).

د لمانځه په حالت کې په ساعت (ګهړۍ) باندې د وخت کتل

پوښتنه : په لمانځه کې دننه په ساعت (ګهړۍ) کې د وخت کتل څرنګه دي، قصدا او سهوا؟.

ځواب : قصدا داسې کول مکروه دي، که قصدا نه وي بيا څه خبره نشته ([6]).

آيا درى ځلې ګرول عمل کثير دى

پوښتنه : زيد د جومات امام دى، په خارش کې مبتلاء دى، په هر لمانځه کې له دريو ځلو زيات ځان ګروي، دا عمل څرنګه دى؟.

ځواب : زيد ته د لمانځه په کولو کې احتياط پکار دى، تر څو چې روغ شي ([7]).

آيا په لمانځه کې پلان جوړونه روا دي

پوښتنه : يو صاحب وايي چې په لمانځه کې د دنيوي خبرو په باره کې سوچ کول او د کوم کار په باره کې پلان جوړول روا او صحي دي، او داسې مثال ورکوي چې حضرت عمر = او حضرت ابو بکر صديق = او نورو په لمانځه کې د جنګ پلانونه جوړ کړي دي، يو شمير خلک بيا داسې يقين لري که په لمانځه کې کوم دنيوي سوچ وکړى شي نو لمونځ نه کيژي، په دې باره کې شرعي حکم څه دى؟.

ځواب : د دغه صاحب دغه خبره بيخي غلطه ده، لمونځ د توجه الي الله لپاره کيژي، د دنيوي خبرو په خپله سوچ کول او پلان جوړول له توجه الي الله سره منافي دي، له حضرت عمر = څخه چې کوم څه منقول دي چې : ېه په لمانځه کې لښکر تياروم، په دې باندې د دنيوي خبرو قياس کول غلط دي، حضرت عمر = راشد خليفه وو او په لمانځه کې د حضوري په وخت کې هغه ته د الله تعالى   له لوري د جهاد تدبير القاء کيدلو، دا د هغه خپل سوچ نه وو، بلکې رباني القاء وه، او بې له شکه د هغه مثال داسې دى لکه د وزيراعظم په حضور کې د بادشاه له لوري هدايت وکړى شي، حضرت عمر = چونکه د منشاء الهي عملي کونکى وو، نو له همدې امله هغه ته د الله تعالى   له لوري د همداسې هدايتونو القاء کيدله، او په لمانځه کې د خيالاتو راتګ بد نه دي، کله چې د لمانځه لوري ته په پوره ډول متوجه وي، البته د خيالاتو راوستل بد دي، نو ځکه د پوښتنې دا جمله صحي نه ده : که په لمانځه کې کوم دنيوي خيال راشي نو لمونځ نه کيژي ([8]).

د ګرمکو ګرول

پوښتنه : د لمانځه کولو په وخت کې که چيرته ګرمکې وګرول شي او اوبو ترينه راووځي آيا په دې سره لمونځ فاسد کيدلاى شي؟.

ځواب : که چيرته اوبو وبهيژي نو لمونځ هم فاسد کيژي او د اوداسه هم دوباره کول ضروري دي، که داسې نه وي بيا نه دي ([9]).

د لمانځه کولو په حال کې د (حق الله) يا (هو الله) ويل

پوښتنه : که چيرته يو کس د لمانځه کولو په حال کې په لوړ آواز سره (حق الله) يا (هو الله) ووايي، وروسته دا کس ووايي چې ما مجبوراً د وجد په حالت کې دا وويل نو په دې سره لمونځ فاسديژي او که نه؟.

ځواب : که چيرته لمونځ کونکي دغه الفاظ د هوش په حالت کې ويلي وي نو د هغه لمونځ صحي دى او که چيرته يې د بې هوشي په حالت کې ويلي وي نو د بې هوشي له امله د هغه اودس او لمونځ دواړه فاسد دي ([10]).

په لمانځه کې قصدا د پير او مرشد تصور کول روا نه دي

پوښتنه : يو صاحب وايي چې د لمانځه کولو په وخت کې د خپل پير او مرشد تصور کول پکار دي، آيا دا صحي دي؟.

ځواب : په لمانځه کې د خپل پير او مرشد تصور کول قصدا ناروا دي، په لمانځه کې يوازې د خداى تعالى   تصور پکار دي ([11]).

که د لمانځه په حال کې زلزله راشي

پوښتنه : يو شمير خلک په کمره کې په لمانځه ولاړ دي او په دې وخت کې زلزله راشي، نو د لمانځه په مينځ کې له کمره د باندې ولاړ شي او که لمونځ پوره کړي؟.

ځواب : که چيرته زلزله سخته وي د کومې له امله چې د ودانۍ د رالويدو غالب ګمان وي نو د لمانځه قطع کول ضروري دي، که نه نو روا دي ([12]).

که امام په لمانځه کې بيده شي نو مقتدي به څه کوي او لمونځ فاسديژي او که نه

پوښتنه : که چيرته امام په لومړى قاعده (ناسته) يا په دويمه قاعده (ناسته) کې بيده شي نو مقتدي به د امام صاحب انتظار کوي او که به يې بيداره وي؟ او په اوله ناسته کې چې په کومو فرضو کې ځنډ وشي د هغه نتيجه څه راووځي، لمونځ فاسديژي او که نه؟.

ځواب : د سبحان الله په ويلو سره به يې راويښ کړي، که د واجبو يا د فرضو په اداء کې ځنډ شوى وي نو سجده سهوه دې وکړي ([13]).

په لمانځه کې دننه ژړل

پوښتنه : که د لمانځه په وخت کې يا د قرآنکريم د تلاوت په وخت کې ژړا راشي آيا اودس پرې ماتيژي؟ او په يوه اودس باندې څو لمنځونه اداء کيدلاى شي؟ او اودس تر کوم وخته پورې قايم پاتې کيدلاى شي؟.

ځواب : که چيرته د الله تعالى   د ويرې له امله ژړا راشي نو په دې سره نه لمونځ ماتيژي او نه اودس، او که چيرته د کومې دنيوي پيښې له امله په لمانځه کې په آواز سره وژاړي نو په دې سره لمونځ ماتيژي، اودس نه ماتيژي، د اودس له کولو وروسته تر کومه وخته پورې چې د اودس ماتيدو خبره نه وي پيښه شوې (لکه د باد (ريح) وتل او داسې نور) نو تر هغه وخته پورې اودس قايم پاتې کيدلاى شي او په يوه اودس باندې چې څومره لمنځونه وغواړي کولاى يې شي ([14]).

که يو ورک شى په لمانځه کې ور په ياد شو

پوښتنه : که د اودس کولو په وخت کې د اودس کولو په ځاى کې له يوه کس نه کوم شى لکه ساعت (ګهړۍ) چشمه (عينک) او يا داسې نور شيان پاتې شول او هغه د لمانځه کولو په وخت کې ور په ياد شول نو په داسې صورت بايد څه وکړى شي؟.

ځواب : لمونځ دې مات کړي او هغه دې راواخلي ([15]).

([1]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٣٠.

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥٤، بحواله : مراقي الفلاح علي هامش الطحطاوي، ص : ١٥١.

([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٣٠، بحواله : المرقاة، ج : ٢، ص : ٢٦، الشامية، ج : ١، ص : ٨١.

([4]) فتاوى محموديه، ٦ : ٥٨٦، بحواله : غنية المستملي، مطلب في آداب الوضوء، ص : ٢٩، وکذا في الدرالمختار، باب الانجاس، ج : ١، ص : ٣١٦، وکذا في مراقي الفلاح، فصل في الاستنجاء، ص : ٤٤.

([5]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤٩٤، بحواله : ردالمحتار، ص : ٥٩٩، الهداية، ج : ١، ص : ١٠٩، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤٧٣، مطلب في الکراهة التحريمي والتنزيهي، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥٥، بحواله : حلبي کبير، ص : ٣٤٥، سهيل اکيډمي لاهور.

([7]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٠٣، بحواله : مراقي الفلاح، ص : ٢٨٨، کتاب الصلوة، باب الامامة، وکذا في منحة الخالق علي البحر الرائق، ص : ج : ١، ص : ٦٠٢، باب الامامة.

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٦٠، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٦٤٠، مطلب في کراهية التحريمية والتنزيهية.

([9]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٠٤، بحواله : البحر الرائق، کتاب الطهارة، ج : ١، ص : ٦٢.

([10]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤٩٦، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٤٥٩، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ١٠٦، بعيد مطلب نوم الانبياء غير ناقض.

([11]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٦٤، بحواله : البدائع الصنائع، ج : ١، ص : ٢١٥.

([12]) فتاوى فريديه، ٢ : ٤٩٦، بحواله : مراقي الفلاح علي هامش الطحطاوي، ص : ٣٢٤، مراقي الفلاح علي هامش الطحطاوي، ص : ٢٠٤، قبيل باب الوتر واحکامه.

([13]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦١٧، بحواله : اعلاء السنن، باب وجوب السهو وکونه بين السلامين، ج : ٧، ص : ١٣٢، الفتاوى العالمګرية، الباب الثاني عشر في سجود السهو، ج : ١، ص : ١٢٦.

([14]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٦٨، بحواله : حلبي کبير، ص : ٤٣٦، البحرالرائق، ج : ١، ص : ٣١، کتاب الطهارة.

([15]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٧٢، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٥٢.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button