ایتلافي ځواکونو په کونړ ولایت کې د غورځول شویو پاڼو په وسیله له حزب اسلامي نه جلا شوې خبرداری ورکړی دی.
د کونړ اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په ځېنو سیمو کې چورلکو پاڼې غورځولې دي. په پاڼو کې لیکل شوي چې د دوی [له حزب اسلامي نه د جلا شوې ډلې] مشر حاجي امان الله وژل شوی دی.

په غورځول شویو پاڼو کې د حاجي امان الله پلویانو ته د ”ایتلافي ځواکونو“ له لورې ګواښ شوی دی چې موږ ”تاسو پسې راځو“. په غورځول شویو پاڼو کې اشارې سره ویل شوي ”په دغه خبره باندې پوه شه چې ستا مشران هم خوندي نه دي ځکه چې ایتلافي ځواکونه تاسو پسې راځي“.
څو ورځې وړاندې د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په لاحسین دره کې بې پیلوټه الوتکو حاجي امان الله په یوه مرکز برید وکړ. د کونړ چارواکو رسنیو ته وویل، امان الله له خپلو شپږو وسله والو سره په دغه برید کې وژل شوی خو وروسته د حزب اسلامي یو ویاند وویل چې حاجي امان الله ټپي دی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

قوماندان امان الله دولت سره د حکمتيار له يو ځای کېدو مخکې د دغه ګوند د عمومي نظامي مسئول په توګه پاتې شوی دی. حاجي امان الله د حکومت سره د حکمتيار پر يوځای کېدو نا خوښی و او پرهغه يې نيوکې کولې.
کابل کې د حزب اسلامي حکمتیار د ډلې یو ویاند، نادر افغان بي بي سي ته ویلي و، هڅه کوي د حاجي امان الله او حکمتیار تر منځ پېښ شوي جنجالونه له منځه ولاړ شي او نوموړی د حزب د نورو کسانو په څېر له دولت سره یوځای شي.
د حاجي امان الله پلویانو ته په داسې حال کې ګواښونه کېږي چې، نادر افغان ویلي و د افغان حکومت له امنیتي وزارتونو به وغواړي چې د دوئ په کسانو دې له بریدونو ډډه وشي. ”ځکه دا خپلسري بریدونه دي او سولې ته تاوان اړولی شي“.


















