د (آر بی بی- انفور رادیو) په نامه المانۍ رادیو خبر ورکړی دی چې الماني استخباراتي ادارو د برید له څرنګوالي او کیفیت څخه ۵ میاشتې مخکې خبر درلود
یادې رادیو د استخباراتي سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې د آلمان نظامي استخباراتو خپل کابل میشتي سفارت ته ۵ میاشتې مخکې خبر ورکړی ؤ چې برید به د سفارت شاوخوا د فاضلاتو په یو ټانکر کې ترسره کیږي.
د جوزا په ۱۰ نیټه د فاضله موادو ټانکر چې له چاودیدونکو توکو څخه ډک ؤ د آلمان سفارت مخکی چاودنه وکړه، دچاودنې په نتیجه کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شو او ۴۵۰ تنه ټپیان ؤ.
پدې سربیره یې د ۱۰ سفارتونو په ګډون سلګونه ودانۍ یې زیانمنې کړې او د روشن شرکت ته یې هم ځاني اومالي زیانونه واړول.
د رادیو د راپور په اساس چاودیدونکي توکي چې هغه وخت ۱۰۰۰ کیلوګرام اټکل شوي ؤ تر هغه لس چنده زیات ؤ، ځکه په چاودنه کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کیلو ګرام چاودیدونکي توکي موجود ؤ.
طالبانو هغه وخت یاد برید غندلی ؤ او پدې برید کې یې خپل لاس لرل رد کړي ؤ او هغه یې د استخباراتي کړیو کار بللی ؤ.
د یادونې وړ ده چې المان له یاد برید څخه څو ورځې وړاندې له همدې سیمې څخه خپل د سفارت عمله نقل کړي ؤ.
له برید سره همهاله المان د افغان مهاجرینو شړل هم ودرول او د هر اړخیزو څیړنو اعلان یې وکړ


















