سرلیکنه
امريکا چې د کلونو کلونو راهیسې یې د مسلمانانو پر خلاف په دښمنانه اعمالو لاس پورې کړی دى، کله په مستقيم ډول خپله پر اسلامي هېوادونو تېری وکړي، کله د اسرائيلو په وسيله په فلسطين کې پر مسلمانانو د غزې خاوره سور دوزخ کړي او کله د اسلامي هېوادونو د وګړو تر منځ اختلاف دومره اوج ته ورسوي چې د اسلامي هېوادونو امريکا پلوي واکمن د خپل هېواد په مسلمانانو تر امريکايي پوځونو زيات وحشت ترسره کړي.
د امريکا نوي جمهور رئيس ټرمپ، د خپل کمپاين په دوران کې مسلمانانو سره د امريکايي وګړو د حمايت لپاره خپله کرکه وښودله، چې د واکمنۍ په لومړيو کې یې د شپږو اسلامي هېوادونو پر وګړو امريکا ته په ورتګ بنديز اعلان کړ؛ دغه اعلان د سختو کرکجنو مظاهرو سره مخ شو.
د امريکا د سترې محکمې لخوا د ټرمپ هغه فرمان چې د شپږو اسلامي هېوادونو ايران، ليبيا، سوماليا، سوډان، يمن او سوریې پر وګړو امريکا ته پرې د تلو بنديز لګول شوی دى، پلې کېدونکى دى.
امريکا د اسلامي هېوادونو سره د دښمنۍ د پټولو لپاره ويلي دي چې که د چا خپلوان چې په امريکا کې روزګار لري هغه به دې فرمان څخه متاثره نه شي.
دا په دې مانا چې که په يو مخ امريکا د مسلمانانو سره خپله دښمني اعلان کړي، امريکا کې به د مسلمانانو د روزګار په بندښت امريکا ته تاوان ورسېږي. تر يو څه مودې پورې به د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا مالومات هم وکړي، که په امريکا کې د مسلمانانو په کاروبار ورته تاوان ونه رسېد؛ بيا به د شپږو هېوادونو په ټولو مسلمانانو بنديز ولګوي.
دا چې د امريکا سره کوم وګړي نږدي اړيکي لري هغه به له دې فرمانه تاوان نه مومي، دا يو بل اختلاف دى چې د اسلامي هېوادونو د مسلمانو وګړو ترمنځ یې راپيدا کوي. د مالوماتو له مخې درې مياشتې دمخه د امريکا حکومت په امريکا کې د مسلمانانو د کاروبار او امريکا پلوو مسلمانانو سروې وکړه ځکه یې دا ډول فران پلې کړ.
يوه بله موضوع چې دلته د يادونې وړه هغه دا ده چې امريکا په دې شپږو اسلامي هېوادونو کې – چې پر وګړو یې امريکا ته پر ورتګ بنديز ولګول شو- د دې هېوادونو د وګړو د فکر، عقيدې او امريکا سره د خپلې نږديوالې مالومات هم ترلاسه کوي چې څرنګه په راتلونکې کې په دې شپږو اسلامي هېوادونو کې خپل نفوذ پراخ کړي.
ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د جنوري په مياشت کې واک ته له رسېدو وروسته، امریکا ته د ایران، سوډان، یمن، عراق، لیبیا، سومالیا او یمن د وګړو او کډوالو پر تګ د بندیز ځانګړی فرمان صادر کړ؛ خو چې په واشنګټن او منیسوټا ایالتونو کې یې پرخلاف مظاهرې وشوې هغه وخت یې د فرمان پلې کولو مناسب وخت ونه باله.
ټرمپ تېرکال د نومبر په مياشت کې وويل چې له امريکا څخه به درې ميليونه ناقانونه کډوال شړم. په هغې کې هم د ټرمپ موخه په امريکا کې مېشت مسلمانان وو چې په لوی لاس به یې ناقانون کول، يا که قانوني هم وو ورته به یې ستونزې پيدا کولې او ناقانونه به یې ګرځول.
افغان حکومت، امريکا دوست او ملاتړی هېواد بولې خو تر ټولو ستره دښمني یې له افغانستان سره اعلان کړې ده. د ولس او حکومت تر منځ فاصله پيدا کول، پر حکومت د ولس بې اعتباري، د حکومت په منځ کې د چارواکو اختلاف، په افغانستان کې د بنسټيزو کارونو مخه نيول او دې ته ورته هغه څه دي چې افغان حکومت او افغانانو درک کړي نه د؛ خو د افغانستان سره د امريکا دښمني روانه ده، په شهدو کې زهر ورکوي، افغانان د دوستۍ په نامه وژني او د سولې په نامه یې جګړه دوامداره کړې ده.
د مسلمانانو سره د امريکا، برتانيې، اسرائيلو، هندوستان او نورو غير اسلامي هېوادونو دښمني ښه په ښکاره روانه ده؛ خو د يو شمېر اسلامي هېوادونو واکمنو کې د دې احساس نه شته چې د اسلامي نړۍ سره د دښمنې په درک خپله اسلامي هېوادونه سره راټول او په خپله يووالي سره اسلامي هېوادونه د کفري هېوادونو له شره خلاص کړي.
اوس چې د بروکسل په غونډه کې د امريکا د دفاع وزير اعتراف کوي، وايي چې د افغانستان څخه د پوځونو په وتلو کې مو بېړه کړې ده، هغه ورځ هم راتلونکې ده چې وبه وایي د افغانستان، عراق، قطر، سورېې، يمن، سوډان، صوماليا او نورې اسلامي نړۍ سره په دښمنۍ کې مو بېړه کړې ده. بيا به د اسلامي نړۍ سره په خپله دښمنۍ اعتراف کوي. ان شاء الله.

















