جاوید صدیقي
لکه څرنګه چې زمونږ په ټولنه کې ډیری داسې خلک دي، چې د ریا له مخې یو کار سرته رسوي، چې دا عمل( ریاء) په اسلام کې یو ناروا عمل دی؛ د اسلام مبارک دین ټول مسلمانان له ریاء څخه منع کړي دي.
ریاء څه شی ده؟
په دې اړه مې په یو کتاب کې ولوستل چې: ریاء دې ته وایې چې د الله تعالی د عبادت پر مهال بندګان مراد کړلای شي څو د دې په وسیله د هغوی په منځ کې ځانته مقام حاصل کړي، او په زړونو کې یې ځای ونیسي.
هدف یې دا دی چې د خلکو د رضا لپاره یو کار سر ته رسوي، او د الله تعالی رضا په نظر کې نه نیسي.
د ریاء په اړه غواړم یوه لنډه کیسه چې تاسو شاید ډیره اوریدلې هم وي ولیکم؛
یو وخت یو نفر په جومات کې په لمانځه ولاړ و، په جومات کې ناستو کسانو چې د هغه لمونځ ولید نو یې د هغه په ستاینه کې وویل: چې څومره په خشوع سره لمونځ کوي! ښکلی لمونځ کوي! څومره خدای ته نږدې دی! نږدې دی چې له سترګو یې اوښکې روانې شي. په لمانځه ولاړ کس د هغوی خبرې اوریدې، خو کله چې لمونځ خلاص کړ نو خلکو ته یې وویل: چې زما روژه هم ده.
دې ته ورته ډیر داسې خلک دي چې خلکو ته د ځان ښودنې په خاطر عبادتونه کوي؛ خو په دې اړه حضرت محمد صلی الله وسلم فرمایلي: “ان الله لایقبل من العمل الا ما کان خالصا وبتغی به وجهه”
ژباړه: الله تعالی یوازې هغه عمل قبلوي چې سوچه وي او تنها د الله تعالی د رضا په خاطر شوی وي.
او الله تعالی هغه عمل نه قبلوي چې په هغه کې د الله تعالی رضا په نظر کې نه وي نیول شوې.
ریاء ته په اسلامي شریعت کې شرک اصغر (کوچنی شرک)هم ویل شوی. په دې هکله رسول الله ص داسې مهرباني کړې ده:
ژباړه: زه په تاسې ډیر زیات ډاریږم، چې تاسې به کوچنی شرک وکړئ، صحابو کرامو عرض وکړ چې یا رسول الله ! کوچنی شرک څه شي ته وایې؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ور ته وفرمایل: کوچنی شرک ریاء ته وایې، کله چې د قیامت په ورځ الله تعالی خپلو بندګانو ته د خپلو نیکو عملونو بدله ورکوي؛ نو کومو کسانو چې نیکو عملونو کې یې ریاء کړې وي هغو ته به ووایې: لاړ شی د هغو خلکو څخه د خپل عمل بدله وغواړئ چې په دنیا کې دا نیک کارونه تاسې د هغوی لپاره ترسره کول او ګورئ چې آیا د هغوی سره بدله موندلای شی او کنه؟
الله ج د مونږ ټولو ته توفیق راکړي چې د ریاء څخه ځانونه وژغورو… او په پاک نیت او خاص د الله تعالی د رضا لپاره عبادتونه وکړو.
ومن الله توفیق


















