تیره ورځ په ترکیه کې دریو ګوندونو (جمعیت،جنبش حزب وحدت) د ګډ ایتلاف اعلان وکړ، نوموړو رسنیو ته دخپل ایتلاف سبب د هیواد په خیر وباله او په وینا یې چې دوی به ټولې شته ستونزې حلوي او دمخالفو ډلو په تیره بیا دطالبانو پرضد به هم سنګر تقویه کوي، د جنرال دوستم دحیثیت اعاده، په حکومت کې د ونډې زیاتول،د امنیتي چارو په مشرتابه کې سمون، ځینو وزیرانو ته صلاحیتونه ورکول،او د حکومت د ننه ځینې تغیرات راوستل دوی خپل اساسي هدفونه بللي دي.
دې ټولو ته په ځواب کې ګلبدین حکمتیار او د ارګ ویاندیانو تقریبا یو ډول غبرګونونه ښوودلي.
حکمتیار ویلي د داسې ایتلاف پلوي ندی چې په فعلي نظام کې د بدلونونو غوښتونکي وي او اجازه به ورنکړي چې کومه ډله او یا ګوند د حکومت پرضد کومه کړنه ترسره کړي.
حکمتیار له نوموړو غوښتي ترڅو د دولت تر چتر لاندې ددولت هر امر ته تیاروي.
.
بلخو د ولسمشرغني ویاند شاحسین مرتضوي ویلي دا زړې نسخې دي او څو ځلې ترې کار اخیستل شوی خو ګټه یې نه درلوده، نوموړي هم له یادو څیرو غوښتي تر څو له حکومت او نړیوالې ټولنې سره یوځای دطالبانو پرضد ګډه مبارزه وکړي.


















